کور / تازه خبرونه / سعودي: القاعدې د حج د مراسمو د ګډوډۍ نيت درلودئ

سعودي: القاعدې د حج د مراسمو د ګډوډۍ نيت درلودئ

د سعودي امنيتي چارواکو ويلي چي د حج د مراسمو د ګډوډۍ په تور يې ١٤٩ کسان نيولي دي، چي د لومړنيو تحقيقاتو له مخي د القاعدې سره تړاو لري.
د سعودي د بهرنيو چارو د وزارت وياند منصور الترکي پرون په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي دغه کسان يې په تيرو اتو مياشتو کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي دي، چي له نيول سويو کسانو څخه ١٢٥ تنه يې د سعودي اتباع دي او پاتي نور يې د سوماليان، يمن، پاکستان او افغانستان تابعيتونه لري.
منصور الترکي ويلي چي دوى د القاعدې له خوا په ١٩ مختفلو ګروپونو کي تنظيم سوي وو چي د حج د مراسمو پر وخت پر سعودي چارواکو او خبريالانو باندي حملې وکړي او دغه مقدس مراسم ګډوډ کړي.