کور / تازه خبرونه / د اطرافي افغانانو ژوند نور هم خراب سوئ دئ

د اطرافي افغانانو ژوند نور هم خراب سوئ دئ

د افغانستان د څیړنی او ارزونی یونټ ( اې. آر. اي. یو ) نن په خپل تازه راپور کښي ولیکل چي په افغانستان کی د اطرافي او کلیوالي وګړو غربت نور هم ډیر سوئ او ژوند یې تر پخوا خراب سوئ دئ .
دغه بهرنۍ مؤسسه چی په کابل کی دفتر لری ، د افغانستان د درو ولایتونو ( کندهار ، بدخشان او سر پُل ) په اتو کلیو کی د ۶۴ کورنیو د نرینه او ښځینه استاځو څخه پوښتني کړي او باالاخره دې نتیجې ته رسیدلی چی درو بلاوو د اطرافی افغانانو روزي او معیشت ورخراب کړی چی هغه د پیداوارو لږښت ، ناسالمه روغتیا او د واده ملاماتونکي مصارف دي .
دغه سروې ښیی چی د یوې لسیزی بهرنیو مرستو او سهولتونو سره سره د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ تر منځ د اطرافي افغانانو ژوند نور هم خراب سوئ دئ .