کور / تازه خبرونه / په ماکوانو کي ښوونځى د زدکوونکو پر مخ خلاص سو

په ماکوانو کي ښوونځى د زدکوونکو پر مخ خلاص سو

د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په ماکوانو سيمه کي د هلکانو د يوه منځني ښوونځي دروازې د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د ولسوال کريم ولسمل له خوا پرانستل سوې.
د سيمي قومي مشرانو چي په دغه پرانستنه کي ګډون کړى وو ژمنه وکړه چي دوى به نور چاته اجازه نه ورکوي څو ښوونځي يې بند او ماشومان يې له زدکړو بې برخي کړي.
ولسوال له خلکو غوښتنه وکړه څو خپل ځوانان د ملي اردو، ملي پوليسو او سيمه ايزو پوليسو په ليکو کي شامل کړي او خپل د خپلي سيمي امنيت وساتي څود ماکوانو په څېر په نورو سيمو کي هم د تړل سوو ښوونځيو بيا پرانستني ته لار ډامبر سي.
ولسوال پوهه او امنيت د يوې ټولني د چټک پرمختګ لپاره تر ټولو مهم ټکي ياد کړل او ژړۍ يې د ښووني او روزني په برخه کي د کندهارد وروسته پاته ولسواليو په کتار کي ودرول.
ژړۍ دکندهار ښار لويديز لورته د کندهار هرات پر لويه لاره پرته کرهڼيزه ولسوالي ده .