کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه شکمن کس د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د يوه شکمن کس د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت په نهمه امنيتي حوزه کي يې يو شکمن کس نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى کس بابى نوميږي او تېر ماښام شاوخوا لس بجې د تيري په اډه کي نيول سوى او اوس مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ .