کور / تازه خبرونه / د امريکا سفير ايکن بيري پکتيا ته سفر وکړ

د امريکا سفير ايکن بيري پکتيا ته سفر وکړ

دامريکا دمتحده آيالاتو سفير ايکن بيري ،نن ورځ دپکتيا ولايت ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې ېې له دولتي چارواکو او قومي مشرانو سره ليده وکړه .
نوموړي لومړی له قومي مشرانو سره وکتل او په دغه ولايت کې دبيارغونې پروژو او امنيتي حالاتو باندې خبرې وکړې .
دپکتيا قوموي مشرانو له ده څخه غوښتنه وکړه ،چې ددې ولايت دبيا رغونې لپاره دې نورې پروژې پلې شې .
دولايتي شوری ريس محمد لايق منګل دشپې دعملياتو په اړه وويل ،چې لاهم په دغه ولايت کې دامريکا ېې ځواکونو له عمليات کېږې ،چې بايد ودرول شي .
ورپسې دامريکا سفير ايکن بېرې دخلکو دغوښتنو په ځواب کې وويل دترهګرو په ختمولو کې دشپې دعملياتو پرته بله لار نلري او دوی مجبور دي ،چې دشپې عمليات وکړي .
بيري دخوست ګردېز دلوېې لار ې دکار ددرېدو په اړه وويل ددې لوې لارې کار دبې امني وبلله اوېې ،چې دوی بياهم هڅه کوې تر څو ديوکال په موده کې ددې لوېې لارې کار بشپړ شي .
وروسته له غونډې ايکن بيرې دپکتيا پوهنتون څخه ليدنه وکړ او په دغهو پوهنتون کې ېې دامريکا هيواد له لوري ديولک او پنځه دېرش زره امريکايي ډالرو په ارزښت ديوکتابتون او يو لابراتوار پرانيستنه وکړه.