کور / تازه خبرونه / د شکايتونو کمېسون: هيڅوک زموږ په چارو کې د لاس وهنې حق نلري

د شکايتونو کمېسون: هيڅوک زموږ په چارو کې د لاس وهنې حق نلري

د ولسي جرګې دټاکنودپايلو له په ډاګه کيدو وروسته دټولټاکنودشکايتونو اوريدوکميسون خبردارى ورکوي چې هيڅ کومه بله اداره د دوي په پريکړو کې دلاس وهني واک نه لري .
دټاکنيزو شکايتونو کميسون زياتوي په هغه ليکنه کې چې دلوې څارنوالۍ لخوا ورته استول شوي ځيني څيزونه تر ډيره بريده په کې نه دي روښانه شوي چې دوي دروښانولو غوښتونکې دي .
دا په داسې حال کې ده چې دټاکنو دورستيو پايلو سره دلوي څارنوالۍ وروستۍ څرګندونې دځينوګټونکو نوماندانو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي ده .
په ورته وخت کې دمشرانوجرګې غړې له لوي څارنوالۍ غواړي ترڅو دټاکنومسئله دافغانستان دقوانينوپربنسټ هواره کړي .
مشرانوجرګه له لوې څارنوالۍ غوښتنه کړي چې په ټاکنوکې دي ټول سرغړونکې سخت مجازات شي .
بل پلو يوشمير ناکام نوماندانو دولسي جرګې دپايلو په غبرګون دهيواد په بيلابيلو سيموکې خپل لاريونوته دوام ورکړى اويوشمير لوي لارې هم دترافيکو پرمخ تړلې دي .