کور / تازه خبرونه / په جلا جلا پېښو کي د ناټو ۲ عسکر او يو ملکی وګړی وژل سوی

په جلا جلا پېښو کي د ناټو ۲ عسکر او يو ملکی وګړی وژل سوی

فرانس پريس ليکي چي د پنجشنبې په ورځ دوه بهرني پوځيان په افغانستان کي وژل سوي دي. د راپور له مخي د ناټو دغه عسکر يو په ختيځ او بل په جنوب کي وژل سوئ دئ. ناټو د دې عسکرو هويت او د پېښي اصلي ځايونه پټ ساتلي دي. د دې عسکرو په مړينه په روان کال کي د بهرنيو عسکرو د مړو شمېر ٦٧٣ تنو ته ورسېد، په داسي حال کي چي پروسږکال د کال په پاى کي دغه شمېر ٥٢١ تنه وو.


بله خوا له کندهاره په ترلاسه سوي خبر کي راغلي چي نن سهار تر اتو بجو لږ مخکي وسله والو کسانو ددې ښار مرکز د شهيدانو چوک ته نژدې يو کس په ډزو وويشت چي روغتون ته په لاره کي يې ساورکړه ، په سيمه کي یوه دکاندار لراوبر ته وويل چي بريد پر دوو وروڼو ترسره سوچي هر سهار د البلال حمام مخته دريدل او بيا په يوه موټر کي کارته تلل ، نوموړی وايي چي دډزو پر وخت خلکو يوې او بلې خواته منډي کړې ، يوازي ويشتل سوی سړی پر مځکه پروت و . د نوموړي په وينااوس هم په سيمه کی خلک په ډار کي دی او پر دې لار تګ راتګ د نورو ورځو په پرتله کم دی .
دغه پېښه چي امنيتي پوستې ته نژدې رامنځته سوې ده ، د شپږمي امنيتي حوزې يو پوليس د نوم نه ښوولو په شرط وايي چي د بريد هدف دوه وروڼه و چي يو يې ووژل سوی او بل ښايي د پېښي له ځايه تښتېدلي وي ، دده په وينا چي د پېښي په اړه پلټني شروع سوي دي .


د يادوني وړ ده چي په کندهار ښار او مربوطاتو کي د تيرو څلورو کلونو راهيسي د ترور سوو کسانو شمېر تر پنځه سوه اوښتی دی چي د ځينو مسوليت يې طالبانو پر غاړه اخستی او يو شمېر نورو قاتلان نه دي پيژندل سوي .