کور / تازه خبرونه / یو خارجی عسکر په جنوب کی وویشتل سو

یو خارجی عسکر په جنوب کی وویشتل سو

ناټو لیکی چی طالبانو نن د هېواد په جنوب کی یو بهرنی پوځی مخامخ وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ .
د یو بل خبر له مخی پنتاګون وایی چی درې ورځی مخکی چی کوم بهرنی عسکر په جنوب کی له منځه تللی و ، هغه امریکایی مرین پوځی و چی طالبانو ویشتلی او وژلی و .
په دې سره د ډسمبر په روانو ۳ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۴ ته ورسېدل چی یو یې امریکایی ښودل سوی دی .