کور / شعر / غزل

غزل

شکرانې ډالري شوي

په خوارانـــو مينه نشته

يارانـــــې ډالـــري شــوي

په زاريـــــو اشتـــي نشته

بهانـــې ډالــــري شـــــوي

د رندانو محفـــل نشتـــه

ميخانــــې ډالــري شــــــوي

پخوانۍ کيسې شوې هېرې

افسانـــې ډالــــــري شــــــوي

د کوڅې خيرات ورک شوی

نذرانــــې ډالـــــري شـــــــوي

اوس ستايل د مــيړو نشته

ترانــــــــې ډالــــــــري شـــوي

اوس معيار د سړيتوب ته

پيمانـــې ډالـــــــري شــوي

پير لـــــــه موږه مـــــرور دی

شکرانـــــــــې ډالــــري شوي

زه قـــــيام بې پيره پاتـــــــې

پيرخانــــــــې ډالـــــري شوي