کور / تازه خبرونه / ډاکټر عمر زاخېلوال د استعفاء وړانديز کړى دئ

ډاکټر عمر زاخېلوال د استعفاء وړانديز کړى دئ

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د ويکي ليکس هغه سند وغانده، چي د ده له خولې افغان ولسمشر حامد کرزى کمزورى شخصيت پکښي بلل سوئ وو.
ډاکټر عمرزاخېلوال وويل ښايي د ويکي ليکس دغه اسناد د امريکا او افغانستان پر اړيکو منفي تاثير وکړي.
نوموړي رد کړه چي ګنې د امريکا سفير ته يې ويلي وو، چي حامد کرزى يو بې حده کمزورى شخصيت دئ، او زياته يې کړه چي ښايي آيکن بيري د کرزي په اړه خپل نظر د ده له نوم سره تړلى وي.
ډاکټر عمرزاخېلوال دغه خبره په کلکو ټکو رد کړه او دا کار يې د هغه کس اخلاقي کمزوري وبلله، چي په ده پسي يې دغه درواغ غوټه کړي دي.
ډاکټر عمر زاخېلوال وويل د ويکي ليکس دغه سند نه يوازي د ده او امريکايي سفير ترمنځ باور زيانمنوي، بلکي نور افغان وزيران به هم د امريکا پر سفير آيکن بيري باندي باور له لاسه ورکړي.
ډاکټر عمر زاخېلوال له امريکا سره د اړيکو د خرابۍ اټکل کوي، خو د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر بيا ويلي چي د ويکي ليکس اسناد د افغانستان او امريکا پر اړيکو تاثير نسي کولاى.
بلي خوا ته د آزادۍ راډيو وايي ډاکټرعمر زاخېلوال د افغانستان ولسمشر ته خپله استعفاء هم وړاندي کړې ده، خو جمهوري رياست په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي د ويکي ليکس يو سند چي پرون مطبوعاتو ته راووتئ ويلي وو چي د افغانستان د ماليې وزير حامد کرزى کمزورى شخصيت بولي، د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ويلي چي کرزى د امريکا پاليسي نسي درکولاى، او د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ بيا ويلي وو چي د تير کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د افغانستان حالت داسي سوئ لکه په نويمو کلونو کي چي مجاهدينو د واک پر سر جګړې سره کولې.