کور / سياسي / غومبرخولیه لوړې ، سردې مه خېږه له لړې

غومبرخولیه لوړې ، سردې مه خېږه له لړې

غومبرخولۍ دسلیمان بابا دغره دیوې دنګې څوکې نوم دی چې  په وریځو او لړو کې دهمیشني  پوښښ له وجې دامتل ورپورې ویل شوی دی ، دسیمیزو خلکو په عامه محاوره کې دامتل په هغه چاپورې ویل کیږي  چې ټول عمریې له جنجالونو او دعوودنګلو سره کاروي له یوې ستړې یې اوږې نه وي سپکې شوې چې په بله پیښ شي .


ماچې له څه مودې راهیسي دافغانستان او نړۍ په سیاسي او مطبوعاتي ماحول کې دپیښو او خبرونو جریان تعقیب کړی دی دکابل رژیم مشر حامد کرزی مې کټ مټ همداسې څوک موندلی دی ، خلک وایي کاڼی دیتیم په سرلګیږي خوله تیرې څه مودې راهیسې که دنړیوالو لخوا سیاسي او تبلیغاتي  راتوغول شويو کاڼو ته نظر وکړو ټول یې دلته دداسې چا په ککرۍ لګیدلي  چې ځان ته پاچا وایي او دسرکارۍ سوګند یې هم پورته کړی دی   .


دایران دپیسو او رشوت خبره له نه وه سړه شوې چې دانتخاباتو کټوۍ باندې شوه ، چې دکاندیدوشویو جګړه مارو ، قاچاقبرانو ، غرب زده  ګانو ، ملیت پالانو ، افغانستانیانو ، پتلون کړیو او بریتورو ترمنځ په  سرجنګۍ کې داولس غوندې کرزی هم ښه ډنډاس شو ځکه دغودوو نیموزرو ټولو کاندیدانو ته ځانونه من من ښکاریدل او دهرډول بیشرمۍ اوجنجال له لارې یې پارلمان ته ځان رسول یوروا حق باله ، له دې سره  هم مهال  په کرزي باندې په متواتره توګه  دغربي رسنیو په تېره دنیویارک ټایمز او واشنګټن پوست  ټونګې هم جاري وي چې دهرې نوې ورځې نادودې ته به یې پخوانۍ هغه عاجزه وې ،دغه راز په مابین کې دکوم جعلي مذاکره کوونکي خبره هم رالوڅه شوه چې  سترلینګ پونډونه یې له برتانویانو وړي  وه  خو زور یې ترکرزي وخوت چې ولې یې له یوه ناپیژندویه چاسره لیدلي دي ؟.


له همدې ډنډورې لا تاوونه لټیدل چې هلته ویکیلیکس یوځل بیا لیک شوه او خورا ډیر رازونه یې راافشاء کړل ، په دې افشاکیدنه کې هم دغم لایق معلوم وه ، او مطبوعاتو په ورځني ډول یوازې هغو اوازو ته کش ورکړ چې په یو نه یوډول یې له کرزي سره تړاو درلود هغه که دنوموړي لخوا دقاچاقبرانو تبرئه کول وه یادضیاء مسعود  په غلا چشم پوشي ،دغه راز په برطانویانو دنوموړي بې اعتمادي  څرګندول او دایکن بیري او عمرزاخیلوال له لورې  نوموړي ته دنااهله خطاب کول  ، دانوهغه نادودې  دی چې ګارډین او نیویارک ټایمز یې په نوبت سره رابرسیره کوي  اوهغه د چاخبره سر یې لاپه دریاب کې دی .


دلته یوه بله  کاري ټونګه چې ښایي کرزي ته یي رښتینی ټکان ورکړی وي  دامریکایي ولسمشر بارک اوباما له خوا وه ، اوباما افغانستان ته راغی په بګرام کې یې امریکایي سرتیرو ته وینا وکړه خو کرزی هغه وخت داسوشیټیډ پریس له لارې ترې خبرشو چې دنوموړي  الوتکه بیرته  دواشنګټن په لور په پرواز کې وه ، ددې نادودې په اړه امریکایانو ویلي چې هوا خرابه وه نوځکه  اوباما دکرزي  له لیدلو تیرشو، خوخلک وایي چې هواپه دې ورځ تربلې هرې ورځې  برابره وه ، دلته  دکتونکو په وینا ارګ ته داوباما نه ورتګ  چې څومره امنیتي دلائل لرل  ( دڅه له وجې چې اوباماخپل دکریسمس سفرهم  یوه میاشت وختي پلان کړ) همدومره یې کرزي ته  دیوه کلکي سیاسي څپیړې او تنبیه ورکول هم اساسی هدف وه . په هرحال ..


داچې ولې په کرزي داسې له هرلوري سیستماتیک ډبرباران  روا بلل شوی اوپه  شعوري توګه سیاسي او مطبوعاتي  ګوزارونو ته تړل شوی  دی ، ددې پوښتنې دقیق ځواب ښایي دکرزي له لومړي لاس ولینعمت خېلو ( امریکایانو ) سره وي ،چې په کومه ګناه یې نیولی دی ، خوله عمومي اوضاع داسي ښکاري لکه نور چې دسي آی اې اوامریکایي ګټو په شطرنج بورډ باندې دنوموړي شتون ته اړتیا نه وي  نوځکه یې دیوې اضافه او بې فایدې ځای نیونکي مهرې غوندې لرې کولو ته زړه غږوي .


داکوم غیرنورمال چلند نه دی بلکه که دامریکااستثماري تاریخ وګورو داسې ډیر مثالونه په کې موندلی شو چې خپل چارو امریکایانو څنګه خپل ګوډاګیان په اخر کې له پامه غورځولي  او یایي په مرموزه توګه له دنیا څخه رخصت کړي دي .


زما ښه په یاد دي چې دکرزي دلومړنۍ واکمنۍ په پیل کې چې نوموړي امریکاته سفر درلود همدې امریکایي نشریو ( نیویارک ټایمز اوواشنګټن پوسټ ) دنوموړي په وصف ټولې صفحې نیولې وې او نوموړي  یې دافغانستان لپاره افغان جورج واشنګټن  نومولی وه چې په جادویي توګه یي خواره واره ولسونه سره متحد کړل ،دغه راز یې نوموړی ته بیلابیلې جایزې هم ورکړې ، خواوس هماغه کرزی دامریکایي سفیرپه وینا دواکمنۍ له ابتدایي پوهې څخه معری او یوپه ټوله معنی کمزوری انسان دی  امریکایانو دایراني شاه غوندې دنړۍ په بیلابیلو مستعمره هیوادونو کې تل له خپل ګوډاګیانو نه دټانګې دآس کار اخیستی دی خوپه پای کې ژوند خورا ورتریخ کړی دی ، کرزي ته دورپیښیدونکو وروستیو جنجالونو او شخړو څخه داسې ښکاري چې نوموړی هماغه مرحلې ته رسیدونکی دی  چې نوریې باید امریکایان دزبیښل شوي آم غوندې کثافت دانۍ وغورځوي  ،نوځکه باید تردې لا نادودو جنجالونو او پیغورونو ته سینه سمندر کړي  .


یامکن  بافیلبانان دوستي
یابناکن خانه درخورد فیل