کور / شعر / غزل

غزل

حجره د کليــــــوالو او چـــــرګۍ د کليـــوالو
خوښيږي مې شپـــونکی رمه شپيــــلۍ دکليــوالو

داپورې دنګ زلمی ټوپک په لاس څوکۍ ته خيږي
اغــــوستي يې ښايســــته برګه شړۍ د کليــــوالو

دچټـــــو غرنيو پيغـــــلو ستر ګې پســـــې او ړي
چــــې کله کړي په سر توره لنــــګۍ دکليـــــوالو

شډل بډل سړی دی (نوراني) کليـــوال خوی کړي
څــــادر يې په اوږو په سر خـــــولۍ د کليــــوالو