کور / تازه خبرونه / هلمند : د بریتانیا لومړی وزیر هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه .

هلمند : د بریتانیا لومړی وزیر هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه .

د بریتانیا،لومړی وزیر د هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه .

د بریتانیا لومړی وزیر دوید کامرون تیره ورځ هلمند ولایت ته د یوه نه اعلان شوی سفر په لړ کی راغی ، او د افغان پولیسو د روزنی بهیر څخه چی د نومړی هیواد د پولیسو له خوا پرمخ بیول کیږی د نژدی څخه لیدنه وکړه .
دوید کامرون دسه شنبه په ورځ د هلمند ولایت په شورآب په هډه کی د هلمند والی محمد ګلاب منګل سره ولیده او په یوه خبری ناسته کی یی نومړی ولایت ته یی د خپل سفر موخه د افغان پولیسو د روزنی بهیر څخه لیدنه وښوده .

د بریتانیا صدراعظم دوید کامرون وویل : هیواد یی د افغانستان په بیارغونی کی ژمن دی ، او هغه زیاته کړه د بریتانیوی ځواکونو وتل د سنګین ولسوالی څخه د دوی ناکامی نه بلکی په نورو ولسوالیو کی د ورته وظیفو پرمخ بیول دی .
د کامرون په وینا ، بریتانیا دامهال خپله ټوله پاملرنه د افغان پولیسو روزنی ته د هلمند په بیلابیلو ولسوالی کی اړولی او د دی تر څنګ ګڼی نوری رغنیزی پروژی هم تر لاس لاندی لری .