کور / تازه خبرونه / د امريکا د دفاع وزير کابل ته ورسېد

د امريکا د دفاع وزير کابل ته ورسېد

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس نن د سې شنبې په ورځ په يوه نا اعلان سوي سفر کابل ته راغئ.
رابرت ګېټس له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي او په افغانستان کي د وروستيو جګړو او د امريکا په وينا پرمختګونو باندي يې بحث ورسره کړى دئ.
سپيني ماڼۍ ويلي رابرت ګېټس له ولسمشر کرزي سره د امريکا پر پاليسي هم ږغېدلى، چي اوس يې د جاج اخيستلو چاري بشپړي سوي او ښايي د رواني مياشتي په منځ يا پاى کي يې د برياليتوب او ناکامۍ نتيجه اعلان سي.
رابرت ګېټس په داسي حال کي کابل ته رسېږي، چي درې ورځي دمخه يې د هيواد ولسمشر باراک اوباما هم افغانستان ته راغلى وو، خو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره پر ليدنه ظاهراً د هوا د خرابوالي له وجي نه وو توانېدلى.