کور / تازه خبرونه / ويکي ليکس ويبباڼه له انټرنټه ورکه سوې ده

ويکي ليکس ويبباڼه له انټرنټه ورکه سوې ده

د نړۍ تر ټولو مشهوره ويبپاڼه www.wilileaks.org  دددې ويبپاڼي ډوماين وړاندي کونکي کمپنۍ everydns.net لخوا په لومړي ځل درې ورځي مخکي د څو ساعتو لپاره له انټرنټه ليري کړه سوې وه ، نن دا ويبپاڼه بيا له انټرنټي کرښي ايستل سوې ده ، د ويکي ليکس ډوماين ورکوونکي امريکايي کمپنۍ everydns.net د ويبپاڼي افلاين کول منلي دي او وايي چي ددوی پر لويي کمپنۍ د بريدونو او فشارونو له امله د ويکي ليکس بندولو ته اړ ايستل سوي دي ، دا چي ويکي ليکس به کله بيرته د انټرنټ کرښي ته راځي ، معلومه نه ده .

که د ډوماين ورکولو کمپنۍ ويکي ليکس ته ډوماين ( د ويبپاڼي نوم ) ورنکړي نو دا ويبپاڼه په مستقيمه توګه خپروني نسي کولای ، خو د کوم بل چا له نامه په ګټه اخستني ښايي د څو ساعتونو لپاره بيا پرليکه سي ، ددې ويبپاڼي سلګونو زرو اسنادونو ته په کتو سره داسي ويبپاڼي د نورو ويبپاڼي په غېږ کي په اساني نسي پټيدلای ، که پرليکه هم سي ، لوستونکو ته به يې پيدا کول ستونزمن وي . ښايي د ډوماين تړلو له امله يې نن سهار پر لس نيمي بجې چلوونکي په برتانيه کي ځان انټرپول ته سپارلی وي .