کور / شعر / غزل

غزل

ښکلي وه له ګله, خو چې څوګ به وي؟
خوب کې مې ليدله,خو چې څوګ به وي؟

زه يې ياده ولم بيګاه ټوله شپه
سترګه مې رپله, خو چې څوګ به وي؟

ستانوم به يې واخيست په ژړه به شوه
ځان ته غږيدله, خو چې څوګ به وي؟

ويښ يې کړم د خوبه خو په نيمه شپه
زړه ته مې راتلله, خو چې څوګ به وي؟

اې! فريده ښه شوه مسافر خو شوې
دا کيسه يې کړله, خو چې څوګ به وي؟