کور / تازه خبرونه / ننګرهار:د ایساف چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

ننګرهار:د ایساف چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه راغورځولې،خو په ختيز کې د ایساف مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د دوی يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د طالب ویاند ذبيح الله مجاهد په خبره چې په چورلکه کې ۱۷ بهرني پوځیان يې وژلي،خو ایساف زیاتوي چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.