کور / تازه خبرونه / طالبانو په نوامبر کی ۱۵۰۷ ماینونه کارولي دي

طالبانو په نوامبر کی ۱۵۰۷ ماینونه کارولي دي

د پنتاګون د ماین خنثی کولو آمریت خبر ورکوی چی طالبانو د نوامبر په میاشت کی تر بل هر وخت ډیر ماینونه جوړ کړي او کارولي دي چی شمیر یې ۱۵۰۷ ته رسیږی . راپور وایی چی دا حد په تیرو نهو کالو کی لوړترین حد دی خو تلفات یې برعکس تر نورو میاشتو لږ دي .
راپور وایی چی دغو ماینونو په نوامبر کی ۲۴ پوځیان وژلي او ۳۰۱ یې هم زخمیان کړي دي حال دا چی په جون کی یې ۲۰۰ حلقې لږ جوړ او استعمال کړی وو مګر ۵۲ پوځیان یې وژلي او ۲۹۷ یې هم زخمی کړي وو .
راپور زیاتوی چی طالبانو په اکتوبر کی ۱۴۱۵ ماینونه او ۴۶ تلفات ، په سپټمبر کی ۱۳۷۴ ماینونه او ۲۷ تلفات ، په اګسټ کی ۱۳۹۱ ماینونه او ۴۱ تلفات ، او په جولای کی ۱۳۹۵ ماینونه او ۵۷ پوځیان تلف کړي دي . راپور د زرهپوشونو او ټانکونو د تباهۍ شمیر نه دی ذکر کړی .
پوځی څیړونکي وایی چی پنتاګون د خپلو پوځیانو د تلفاتو دغه لږښت هم د ځان یو لوی برﺉ ګڼی .