کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودني دوه موټر ويجاړ کړل

کندهار: چاودني دوه موټر ويجاړ کړل

د کندهار سيمه ايز پوليس وايي چي نن غرمه د ماين يوې چاودني دوه موټره ويجاړ کړي دي، چي چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د آزادۍ راډيو د کندهار د امنيت د آمر فضل احمد شيرزاد په حواله وويل چي پېښه د امنيه قومندانۍ او اطلاعاتو او کلتور د رياست ترمنځ سوې چي ځاني تاوان يې نه دئ رسولى.
بلي خوا ته د ميرويس روغتون ډاکټرانو آزادۍ راډيو ويلي چي د دې پېښي شپږ ټپيان روغتون ته ور وړل سوي چي څلور تنه پوليس او دوه ملکي کسان دي.