کور / سياسي / د جنګ سره واده !

د جنګ سره واده !

بسم الله الرحمن الرحیم 


دا نن ثابته سوې چی جنګ د وحشیانو تجارت دی . جنګ هیڅ ګټونکی نه لری بلکی ناکامي ځنډوی . په هیڅ کوم جنګ کی هم داسی افتخار نسته چی په هغه وینو و ارزي چی پکښی توی سوي وی . نو ځکه د هری جګړې څخه بریمن راوتل هغسی برﺉ وی لکه د زلزلې یا طاعون څخه چی راوزي .
هر جوړښتون ، هر ګوند او هر دولت د « جنګ » سره حساسیت او کرکه ورڅخه ښیی ، مګر ډیرﺉ ورسره بیدیږی یعنی د جنګ سره یې واده کړی وی .
که هر جنګ عمیقأ وڅیړو ، نو و به ګورو چی هغه اوږد مهاله منفی اغیزې ښندی ، لکه :


لومړی ـ سپماییزه اثرات : جنګ تل پیسې کشوی ، خزانې تشوی او جېبونه سپَخوی ؛

دوهم ـ انسانی اثرات : جنګ تل انسانان ختموی ، ترقی دروی ، او ژوند ربړوی ؛

درېیم ـ ننداره ییز اثرات : هر جنګ خپلی وسلې ، د هغو نندارې او نتیجې راښیی ، یعنی :
الف ـ دا کروز توغندی ، دا بم اچونکي طیارې ، دا بمونه ، دا مرمۍ ، دا جنګی بیړۍ ، دا ټانکونه  او نور دښمن ته خپل قوت او خریدار ته خپل صفت ښیی ،
ب ـ دا ټوټې ټوټې بدنونه ، پرې سوی پښې او لاسونه ، تابوتونه ، قبرونه او ګورستانونه خپل حسرت بیانوی ،

څلورم ـ روحی او معنوی اثرات : جنګ تل مکافات او مجازات په بر کی لری ، یعنی :
الف ـ مډالونه ، لقبونه ، نښانونه ، افتخاری نومونه ، یادوني ، ستایني او منني دي چی د جابر د خولې سندره وی ،
ب ـ جېلونه ، تهمتونه ، تعقیبونه ، تحقیرونه او توقیفونه دي چی د مظلوم د شپې بلنه وی .

که پورتنۍ شننه په یوه جمله کی رالنډه کړو ، نو ثابته به سی چی « ملامت ! » یا « خبیث !» تل د جګړې د سوبمن لورې یا جګړه پال لخوا راپیژندل کیږی چی هیڅ حقیقت نه لری . په بل عبارت ، د هری جګړې ګټونکی صادق او بایلونکی یې منافق را معرفی کیږی چی محک نه بلکی کورټ درواغ وی .

اوس به پورتنۍ لنډه شننه ترازو ته واچوو . که معاصر تاریخ په غور ولولو ، نو وبه ګورو چی د شلمی پیړۍ راهیسی د جنګ تر ټولو پاک عاشق د امریکا متحده ایالات دي . واشنګټن په تیرو سلو کالو کی پر نورو هېوادو ۱۰۸ حملې او پوځی عملیات کړي دي چی هیڅ بل هېواد یې سارﺉ نه لری . دا ولی ؟ ځکه چی :

لومړی ـ امریکا د نړۍ تر ټولو غښتلی ، وتلی او پر مختللی ځواک دی ؛
دوهم ـ امریکا  د ټولی نړۍ خصوصأ اروپا څخه ډیر لیری پروت دی ؛
درېیم ـ امریکا د نفوسو له مخی د نړۍ درېیم لوی هېواد دی ؛
څلورم ـ امریکا د دوو خواوو څخه سمندرونو او دوو خواوو څخه هېوادونو احاطه کړی دی او بس ؛
 
همدا وجه ده چی هیڅ کوم قدرت نږدې نسي ورتللای او ځکه نو د بهرنۍ حملې څخه ژغورلی دی . پس امریکایی پوځ صرف یو تلپاته مشکل لری او هغه دا چی خپله ستره بودجه باید څنګه مصرف کړي ؟ نو تر ټولو غوره لاره یې دا بولی چی هغه باید  په کوم بهرني « تهدید ! » کی ولګوی . اوس که پورتني څلور حقیقتونه مدنظر ونیسو ، نو معلومه به سی چی اکثریت امریکایانو ته د سمندرونو آخوا نړۍ تیاره ، مبهمه ، خورا لیری او نامعلومه غوندی معرفی سوې ده . همدا علت دی چی کله د دوی سیاسی کسان د نړۍ د کوم لیری ګوټ څخه د یو « تهدید » خبره ورته کوی ، نو امریکایان هغه نه امتحانوی بلکی په پټو سترګو یې مني . همدا علت دی چی پنتاګون په آزاد لاس او بشپړ اختیار سره هر ځای مداخلې او حملې کوي ، او پوځی اډې جوړوی . د دغو کړنو واګی اصلأ د بلیونرانو او سترو پانګوالو د اییتلاف یعنی « پوځی ـ صنعتی مجتمع » په اختیار کی دي چی پنتاګون یې صرف په مخ کی اچولی دی . همدا نن پنتاګون په نړۍ کی تر ۸۰۰ هم زیاتی پوځی اډې لری .
وګوری ، په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد په مړینه سره د دې پر ځای چی :

الف : امریکا ته تهدید ختم سوی وای ،
ب : په بهر کی یې اډې تخلیه کړي او پوځیان یې راغوښتي وای ،
ج : جنګی بودجه او پوځی لګښت یې لږ کړی وای ،
برعکس دا ټول یې نور هم زیات کړل او په نتیجه کی هغسی هېوادونه پرله پسې ځپي چی کمزوره ، بې وزله او له پښو لوېدلي دي . د دې کار لپاره واشنګټن لومړی ځانته مجازی مسایل او جعلی دلایل لټوی او بیا ګوزار کوی .

نن امریکایی نظام پر « تهدید ! » ، « امنیت ! » ، « تروریزم ! » او « بنسټ پالنه ! » باندی راڅرخي . که ښه ورته ځیر سو نو دا ټول مصنوعات پر دوو عمده برخو ویشل کیږی چی یو یې « احساسی یا احتمالی » دي او بل یې هم « رښتیاني یا عینی » دي . خو تر کومه ځایه چی معلومه او ثابته ده ، حالت دوهمی ( یعنی حقیقی ) ته هیڅ نه دﺉ تللی ، خو واشنګټن مسلسل همدا حالت تبلیغوی . ځکه نو دا هر څه د ارواحو کیسې دي چی له امله یې هر امریکایی باید د شپې په ځای کی وبېروي .

که د نړۍ په هر کونج او لیری ګوښه کی څه ستونزه یا محلی ربړه پېښه سی ، نو امریکا هغه چټی د خپل امنیت سره تړي او ځان د پوځی پلوه هلته رسوي او مداخله کوي . که تیر شپېته ـ اویا کلونه ښه مطالعه کړو ، نو و به ګورو چی امریکا دښمن لرلو یا دښمن جوړولو ته سخته اړتیا لری او بېله دې کاره به هغه یو بې هدفه غوندی دولت وی . له همدې امله شوروی اتحاد په القاعده سره او کمونیزم په تروریزم سره واوښت .

که د روانی پیړۍ مسایلو ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی امریکا خپل پوځیان هره خوا لیږی چی د خلکو د کورونو کړکۍ یا دروازې ماتي کړی او هلته هنګامه او غوغا جوړه کړي . ظاهری پلمه او حیله یې دا وی چی موږ ګواکی « دیموکراسي ! » راولو . خو که دیموکراسي داسی ښه نعمت وی نو بیا هغه ولی په آسانه او خپله خوښه سره نه راځی ؟ اړونده ټولنی ولی هغه « وړیا » او « بېله تکلیفه » نه خپلوی ؟ که هغوی نه پوهیږی ، نو آیا صرف امریکا د دیموکراسۍ ټېکه دار دی تر څو هغه ( که د چا خوښه وی یا نه ) پر تحمیل کړی ؟ نو آیا نسو ویلای چی « بد کسان بد پلانونه جوړوی » ؟ او « تر هغوی بد کسان یې عملی کوی » ؟ او « تر ټولو بد کسان یې ورته عملی کوی » ؟ او آیا نسو ویلای چی ډیر « دغه پلانونه » د هغوی جوړونکو ته « مخفی » وی ، عملی کونکو ته یې « تبلیغاتی » وی ، او عملی کېدونکو ته یې هم « تسمُمی » وی ؟ آیا امریکا په افغانستان او عراق کی نن همدا مرموز پلان مخته نه وړي ؟
 
په رښتیا هم د نړۍ « مُهذِب ترین ! » هېواد  « دیموکراسي ! » د سوټی په زور تحمیلوي حال دا چی د نړۍ تر ټولو هېوادو ډیر پر جګړو هم میَن دی چی د شپې او ورځی ورسره څملي . شکسپیر څه ښه ویلی چی « قتل ، قتل زېږوی د تاریخ تر پایه او تل د عدالت یا انصاف په نوم » ! والسلام ، ( ن . صمد )  Nsamad57@hotmail.com