کور / شعر / اوس نه کښيني ديپکه په ګورګورو لولکۍ

اوس نه کښيني ديپکه په ګورګورو لولکۍ

بڼيګي مې د خوږ زړه په پرهرو لولکۍ
ستا غم دی که جانانه بې وزرو  لولکۍ
د سوات د ګلبڼونو نه راغلی دي خيمو ته
پنجرو کې به څنګ پاي  د نښترو  لولکۍ
د جونو د سر نن سبا قيمت څه دی پوه نه يم
په څه بيه خرڅيږي د خبرو  لولکۍ
چې ښکلو لرۍ تاسو داسې ګل ګل رخسارونه
راځي به ورله داسې د نظرو  لولکۍ
سپرلی نه دی چې ګل نه شي په دښتو کې سورګلي
تر څو چې پکې نه شي په سندرو لولکۍ
اوس ځانله چرته ځاي ګوري د سر د پټولو
اوس نه کښيني  ديپکه  په ګورګورو لولکۍ
ديپک  /پښتونخوا