کور / شعر / د وطن ياد / د یاسمین ګل په یاد

د وطن ياد / د یاسمین ګل په یاد

د وطن یاد
دزړه په سر کی می دردونه هیرولی نه شم
ماچی لیدلی دی رازونه هیرولی نه شم
ماته متین عزم دمینی او ایمان په کاردی
که نه په سترګو کی حالونه هیرولی نه شم
څومره که وسپړم موسکا سره غوټی دشوڼډو
سترګو کی اوښکی بارانونه هیرولی نه شم
نوریی تارونه لاری لاری دګڼډلو نه دی
په ټټرڅیری ګریوانونه هیرولی نه شم
کله به هیر شی چاچی ډوبه دارمان بیړی کړه
داسی بی رحمه طوپانونه هیرولی نه شم
په سپین سحر چی می وطن شو دتیارو لمنه
هغه د ظلم ماښامونه هیرولی نه شم
وطنه، کله دانکار ده مینه زړه کی دتا
هغه په سرکی دی فکرونه هیرولی نه شم
څومره ترخی دشومدم دا انګازی شوی په ما
په زړه ویشتلی آوازونه هیرولی نه شم
لایی داغونه د زړګی هره نغمه ژړوی
بیلتونه ستا خو ګزارونه هیرولی نه شم
رڼا ژوندون دی که یو څپه خندا وګرځی
دوطن یاد کی می غمونه هیرولی نه شم
رڼا مومندی امریکا



که می مړه کړی
که می ورکه


که می ته ټوټی ټوټی کړی
که می مات هریو اندام کړی
که می هرقدم دهیلو
چیرته خاوری او ایری کړی
که ته ما لمبه لمبه کړی
که می خاوری او ایره کړی
که ته ماتی زما هیلی
دنښترو په شان واوره!
که می ځان له ځانه واخلی
زه به بیا دتا په مخ کی
لکه غر اولکه تانده
هسی دنګه و دریږم
تامی مړه کړل ارمانونه
تا می ورک کړله خیالونه
خو دا واوره ته له مانه
ته انسان نه یی شیطان یی
ته غلیم دانسانیت یی
تاته زه ویلی نه شم
چی ته څه یی ،چی ته څه یی؟
دومره واوره رانه واوره
تا که زه دمرګ غیږکی
په ابد خوب کی ویده کړم
تا که مړ زما بدن کړ
تا که شمعه زما دعمر
په منګلو د تیارو کی
په ظلمونو کړه خاموشه!
تا که؟
ماته ځیر شه ماته غوږ شه!
زما روح وژلی نه شی
زه به تل ستا په سر پایم
زه به هغه دروند سیوری
چی به تل له تاسره یم
زما اوښکی زما هیلی
زما ساز دناښادیو
هر قدم به تا سره وی
زما سوئ سوئ هیلی
سوځويي به ستا خوبونه
زه خو خور زه دچا مور وم
زما به هره څاڅکه اوښکه
ستا لپاره سمندر شی!
زما تللی هره ساه به
ستا په سر باندی طوپان شی
ای زما دژوند قاتله؟
ته قاتل د ژوندانه یی
تانه مینه لیری ګرځی
زه به تاسره جنګیږم
ته خزان زما دعمر
په سپرلو کی رالاهو شوی
ته قاتل زما دهیلو
ته خو غل د مینی ژوند یی
زما غږ به په غوږ اوری!
هر چیغه چی زه باسم
په هغی کی به ستا نوم وی
هرنفس چی ته راباسی
په هغه کی زما حق دی!
زما زړه به دی هیر نه کړی
که ته هیر له خاطرو شی
زما روح به ستا پر سر وی
که کلونه که پیړی شی
کله ورځ چی دمحشر وی
زه به ګرځم سرګردانه
او ستا نوم به یادومه!
زه به تا رالټومه!
ته زما دهری اوښکی
ته زما دهر یوزخم
وروړې، پوروړې!
خو پدی پوری حیرانه!
چی به تا دانسانو؟
په کتار کی زه موندی شم؟؟؟