کور / شعر / غزل

غزل

لږ ورو راځــــــــــــه اې د تورتم مـــاښامه
مخکي نه جــــــــوړ دی لا ماتم ماښامه


ستا د راتلو لاره هم مـــــــــــــا جوړه کړه
د غرونو شاته پرېوه تم ماښــــــــــــــــامه


ته ابتدا د تورو شپـــــــــــــو یې هر ځای
ځکه علت یې د هر غم مــــــــــــــــــاښامه


بس په دې ښه یې چې دردونه پټ کړې
چې ‌ژړېدم چــــــــــــــــــــا نه لیدم ماښامه


ته هر یو رنګ په خپــل رنګ کړې بدل
ډېر زورور يې دا منم ماښــــــــــــــــــــامه


تا په وصال، دیدن بنــــــــــــــدېز ولګاو
چې دې خفـــــــــه کړو زما صنم ماښامه


چې د آرین غزل له ستـــــــورو ډک کړي
سپوږمۍ ته ځــان ورښکاروم ماښامه