کور / تازه خبرونه / بغلان: د سرو زرو د کان قرارداد تصويب سو

بغلان: د سرو زرو د کان قرارداد تصويب سو

د افغانستان د کانونو وزارت وايي د بغلان ولايت د سرو زرو د کان قرارداد تصويب سوئ، چي شاوخوا پنځوس ميليونه ډالره پانګونه به پکښي وسي.
د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي چي په دې کان کي به لس تنه لوېديځ پانګوال خپلي پانګي واچوي، چي ډېرى يې امريکايان دي.
د افغانستان د کانونو وزارت وايي په هيواد کي يې د شاوخوا درې تريليون ډالرو په ارزښت بېلابېل معدنونه لري چي دغه هيواد به له اقتصادي پلوه پر پښو ودروي.