کور / تازه خبرونه / سرپل: د تيلو د را ايستلو قرارداد لاسليک سو

سرپل: د تيلو د را ايستلو قرارداد لاسليک سو

د افغانستان د کانونو وزارت د شپږو مياشتو دپاره له يوې افغان کمپنۍ سره د تيلو د را ايستلو قرارداد لاسليک کړى دئ.
د کانونو د وزارت يوه مامور جليل جمرياڼي د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي دغي افغان کمپنۍ د دوشنبې په ورځ د کمپنيو ترمنځ د بالادوۍ په ترڅ کي منلې چي يو بېرل تېل به په ٨٠ ډالره اخلي.
د چارواکو په وينا دغه قرارداد د شپږو مياشتو دپاره لاسليک سوئ او شپږ مياشتي وروسته به وکتل سي چي کومه کمپنۍ تر دې ډېر تيل راباسي او په ګرانه بيه يې اخلي.
جليل جمرياڼي ويلي په پام کي ده چي دغه کمپنۍ به هره ورځ ٨٠٠ بېرله تېل راباسي.
.