کور / تازه خبرونه / د هولبروک د مړینی په هکله د طالبانو غبرګون

د هولبروک د مړینی په هکله د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په خپل ټکس پیغام کی ویلی چی د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما نماینده ریچرډ هولبروک په اصل کی د افغانستان اوږدېدونکی جګړې او د امریکا ښکېل تیا او ځوړتیا تر یو دایمی فشار او ذهنی پریشانۍ لاندی ساتلی و . قاری یوسف وایی چی د افغانستان د قضایاوو څخه داسی نابلده پایلی اوس کومه تر اټکل پورته خبره نه ده او د شوروی اشغال پر مهال هم تر ګورباچوف وړاندی برژنیف ، کنستانتین چرنینکو ، او ولادیمیر اندروپوف هم په ډیر کم زماني واټن کی پرله پسې سکتې کړي وې او د هولبروک غوندی یې له مأموریته اوږې سپکی سوي وې . احمدی زیاتوی چی څه موده مخکی امریکایی لوی قوماندان جنرال پترس هم د سناتورانو په مخ کی د افغانستان په هکله د پوښتنو پر مهال بې سده او چپه سوی و او جنرال مک کریسټل هم له دندی پسی واخیستل سو او د رابرټ کېټس د استعفا آوازې هم خپرې دي .
احمدی زیاتوی چی زموږ مقاومت او د امریکا ناکامي د هغوی پر سیاسی او پوځی مشرانو غمېدلې ده او هغوی یې په عذاب کړي دي .
احمدی وایی چی د هولبروک مړینه پر داسی مهال رامنځته کیږی چی بارک اوباما په همدې اوونۍ کی د افغانستان د قضیې په هکله خپله نوې ستراتیژي اعلانوی . دﺉ زیاتوی چی موږ پر امریکایی پالیسی سازانو ږغ کوو چی اوس هم ډیر ناوخته نه دی او باید سبق واخلی او د افغانستان د استعماری سلطې خیال له ذهنه وباسی او هغوی نور نو ناکامي په بري سره نسی بدلولای او رټنه به یې انجام وی .