کور / ترخې خبري / د ويکيليکس په پاڼو کي

د ويکيليکس په پاڼو کي

یادونه
په ۲۵ جولای ۲۰۱۰ ویکیلیکس د افغان جګړې سره تړلي ځیني جنګي ورځني یادښتونه ()خپاره کړل.دا یادښتونه له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پوري د جګړې د ډګر افغاني او امریکایي مامورینو لیکلي شاوخوا ۹۱۷۳۱ یادښتونه دي چي پر ۲۰۰۰۰۰ مخونو ویشل شوي دي تر خپرېدو وروسته همهغه ورځ (۲۵ جولایی) امریکایي ورځپاڼي (نیویارک ټایمز)،برطانوي (ګارډين) او جرمنۍ شپيګل مجلې هم خپاره کړل
((ویکیلیکس))

 ویکیلیکس ویبپاڼه برطانوي (جولیان اسنچ) ملکیت دی دې پاڼي شاوخوا (۹۲۰۰۰) رازونه ښکاره کړل چي د دې پاڼي سره یې د ځلیدا په برخه کي ډېره مرسته کړېده ویل کېږي چه څه موده مخکي د یوې سروې له مخي چه له نورو پاڼو سره د مسابقې له مخي تر سره سوې دې پاڼي(۹۷۴۸) شمېره لیدونکي درلوده حال دا چي اوس یې شمېره ۷۸۷۸ ته را ټیټه سوې ده دا ریکارډ یې یوازي په یوه ورځ تر لاسه کړ دا نړیواله شپېلۍ وهونکې ټولنه په ۲۰۰۷ کي د چینایي یاغیانو په ګډون د امریکا،تایوان،اروپا،استرلیا او جنوبي افریقا ژورنالستانو د ریاضي او کمپیوټر پوهانو مینځ ته راوستلي دا ټوله شاوخوا له پنځه سوه څخه تر اته سوه کارکوونکي لري چي د (جولیان اسنچ) په ګډون ټول بې تنخا کار کوي دې خلکو چه () هم نومېږي په رښتیا هم چه ملت ته ډېره ګټه رسوي.


 له یوې خوا چارواکو ته دا ښيي چه ځیني کسان یې پر کارونو لیده کاته کوي او بلي خوا په حکومتي چارو کي بیلنس برابروي. د ویکیلیکس ځانګړی مخکښ نسته بلکي د ټولني یو سلاکار بورډ یې پر مخ بیایي د نوموړي ټولني ویاند او خاوند اسټرالیایي،برطانوي نژاد (جولین اسنچ) دی. ۳۹ کلن جولین اسنچ که څه هم دا اختیار لري چي د رازونو د خپرېدو اجازه ورکړي خو د ټولني سره شریکول هم ښه خبره ده، ټولنه د ځینو خلکو په لاسنیوي خپلي ستونزي حلوي که چېري کوم پټ لاسوند ترلاسه کړي نو وروسته یې د ټولني سلاکاران تر نظر باسي که چېري
اسناد ډېر مهم وه نو ښکاره کوونکي ته څه بدله هم ورکول کېږي او نوم یې هم پټ ساتل کېږي- د نوموړي پاڼي ځلېدل په ۲۰۱۰ کي هغه وخت وسوه چه د ولسي عراقیانو له وژل کېدو وروسته چه له یوه هیلی کاپټر څخه یې ولي تر وژلو وروسته امریکایي فوځیان په لوړ اواز خاندي او خوشحالي کوي تر خپرېدو وروسته د ټولني ځیني غړو ته خبرداری ورکړ چي باید له ټولني څخه ځان جلا کړي
((ښکاره سوي لاسوندونه))


 یادښتونه ښيي چي امریکايي فوځیانو یوه پټه ټولۍ د (ټاسک فورس ۳۷۳ ) په نامه جوړه کړېده د دې فوځیانو دنده دا ده چه باید له محاکمې پرته خپل دښمنان ووژني دا ټولۍ دومره پټه وه چه یوازي یې له پنتاګون څخه مشري
کېدله، پنتاګون ورته دا هم ویلي وه چه هر شکمن کس باید وولۍ، دې ټولګۍ په مخالفینو پسي د تلاشۍ په نامه ډېر کوچنیان،ښځي،ولسي وګړي او آن افغان فوځیان وژني په ۱۱جون ۲۰۰۹ کي یوه شپه په نوي وسلو سمبال ځانګړي فوځیانو جلال آباد ته نژدې په یوه ځایي مخالف مشر(قاري رحمن) پسي ولاړل په لار کي د دوی مخ ته د پولیسو یو موټر ودرېد امریکایي فوځیانو یو څارګر څراغ پر واچاوه چه څوک دي؟ کله چه امریکایي فوځیانو وپېژندل چه پولیس دي د مرستي لپاره یې یو ګن شیف هیلي کاپټر راوغوښته له رارسېدو وروسته یې د پولیسو
پر موټر یو توغندی وتوغاوه ـ وروسته معلومه سوه چه صرف یوولس پولیس د پېژندلو وه نور ټوله ایره سوي وو له دې څخه یوه اونۍ وروسته ټاسک فورس د پکتیا ولایت د ننګرخېلو په نامه په یوه کلي کي په یوه ځایي جومات حمله وکړه تر حملې وروسته ښکاره سول چه اووه ماشومان چه دا وخت په لوست اخته وه په وینو کي لت پت پراته وه تر څنګ یې څلورو کلیوالو هم د ژوند وروستی مزل رالنډاوه (( د معلوماتو ښکاره کوونکي))

 امریکايي چارواکي په ( بریډلي مننګ ) شک لري چه ځيني خبرپاڼي ده ویکیلیکس ته ورکړي دي ۲۲ کلن بریډلي په امریکایي څارګرو کي د پټو خبرپاڼو جاج اخیستونکي وو نوموړي د می په میاشت ۲۰۱۰ کي هغه وخت ونیول سو چي پرې شک وسو چي ویکیلیکس ته یې یو پټ فایل ورکړی دی نن سبا هغه د ځينو امریکایانو هېر وو خو په راتلونکي کي به ځینو امریکايي کورنیو ته غدار سي ـ همدارنګه بریډلي ویکیلیکس ته هغه پټه ساتل سوې ویډيو ورکړه چي په جولای ۲۰۰۷ کي په هیلي کاپټر کي ناست امریکايي فوځیان په بغداد کي په ملکي خلکو ډزي کوي او په زوره زوره خاندي…. د بریډلي بدقسمتي په دې کي وه چي د دې پټو خبرپاڼو حال یې (هیکر) (او ریان) ته و وایه او ریان وروسته پنټاګان ته وویل تر ویلو وروسته نوموړی سمدستي ونیول سو د بریډلي خواخوږي په دې آند دي چي د ده جنګي جرمونوته باید ټول انسانان د امن او نېکۍ په سترګه وګوري ـ پخپله بریډلي وایي :ـ کله چه زما تر سترګو دا پټي پاڼي تېرېدلې نو ما پرېکړه کړې وه چي دا پاڼي به خپلو خلکو ته ښکاره کوم… زه هم په دې آند وم چه موږ یو داړونکي او ځناور یو… د بریډلي ځیني پلویان وايي چي تر وسه وسه به د بریډلي دفاع کوي خو ځیني په آند هم دي چي باید بریډلي ته سخته سزا ورکړل سي تر څو بل څوک باید داسي پاڼي لوڅي نه کړي او دنیاوالو ته د خپلو فوځيانو غیرقانوني او غیر اخلاقي او غیر انساني کړني روښانه  نکړي.
((اسامه ژوندی دی))

په ځينو خبرپاڼو چي د(نیشنل ډایریکټوریټ آف کونسل) کارکوونکی لیکلي دي لاندي کرښي د افغان څارګرو وړتیا ښه انځوروي:ـ
 د ۲۰۰۷ کال په جون کي افغان څارګرو امریکايي څارګرو ته خبر ورکړی چه اسامه په پېښور کي په یوه روغتون کي ساه ورکړې ده ښکاره خبره ده چه افغان څارګرو تر کره کېدو وړاندي امریکايي څارګرو ته وړاندي کړي وو جالبه خو لا دا وه چي څو ورځي پس افغاني څارګرو امریکايي مامورینو ته وویل چي اسامه په شمالي ولایت کندوز کي لیدل سوی –
((زخمي زخمي افغانستان))

په ښکاره سوي خبرپاڼو کي د بهرنیو فوځیانو ظلمونه هم ښکاره کړل سوي دي په دې لړ کي دا هم ویل کېږي چي په کابل کي واک ټوله د شمالي اتحاد(هزاره او تاجک)په لاسونو کي دي او حتی یو کوچنی هم په دې پوهېږي چی حامد کرزی یو لاسپوڅی او یرغمل مشر دی لدې آمله چي شمالي اتحاد د هندوستاني څارګرو د لاس آله ده ـ له کرزي سره د هندوستاني وزیرانو په ځانګړې توګه (را)مشران داسي سلوک کوي لکه د یوه عام غلام سره ـ خبرپاڼه زیاتوي چي په پښتنو کي حکومت هیڅ ملتیا نه لري…
بل خوا یوه تازه سروې د تور مارکیټ او اداري فساد کچه ۱۲۰۳ اربه ډالره ته رسېدلې ده دا سروې د ((انټي کرپشن ټاسک فورس)) په نامه یوې ادارې ترسره کړې ده ـ سروې لیکي د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه هم همدومره ده لکه د تور مارکیټ ، په نهه کاله کي د امریکايي خدماتو بدله څه سوه؟
پر ملا کړوپ څلوېښت کلن شام خان د کندهار د لویي ویالې اوسېدونکی دی د مارچ په ۲۰۰۷ کال په یوه شپه د سي آی اې څارګر ټیم پر شاوخوا سیمه د یاغیانو د ټینګولو په  موخه چپاو واچوۍ په دې وخت شام له کوره دباندي د حاجت په موخه په تشناب کي وو کله چه شام خان په عجیب او غریب جامو کي نابلده انسانان ولیدل د تښتېدو هڅه یې وکړه ـ کله چي څارګرو شام د ځغستا په حال کي ولیده ډزي یې ورباندي وکړ او زخمي ېې کړ. کله چه څارګرو له کلیوالو څخه د دوی له خولې د شام خان د بې ګناهۍ خبري واورېدې وروسته یې شام خان پر سینه او سر په ډزو سره شهید کړ دا خبر د خبرپاڼي ۱۴۴ مه شمېره پاڼه ده هېره دي نه وي چي دا د یوې ورځي پېښه ده په داسي پېښو کي اخته امریکايي ځواکونو شاوخوا ۱۹۵ بې ګناه او ولسي افغانان وژلي دي،۱۷۴ یې زخمي کړي دي دا واقعات په سمندر
کي د یوه څاڅکي په معنی دي په خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي دي چي د داسي پېښو د وژونکو شمېره څو زرو ته رسېږي په دې وروستیو کي د سي آی اې یوه مامور وویل چي هغه سل زره روپۍ چه د مړي په سر ورکول کېږي ځکه چه ډېری افغانان شکایت کوي چه زموږ د کورنۍ غړي مو وژلي دي دا هم باید وویل سي چي پڅ او یو اړخیزي د بشري حقوقو ادارې ټولي پر دې عامه وژنو چپي خولې دي خو کله چه خپاره سول دوی (غربي بشري حقوقو) غوغا جوړه کړه تر خپرېدو وروسته سمدستي د عفوي نړیوالي موسسې د بشر د حقوقو ادارې(په جنګ کي د ښکېلوفوځیانو د دفاع اداره) په واز کومي د دې ښکاره سوو خبرپاڼو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چي نوري ۲۰۰۰ پاڼي دي نه خپرېږي د ویکیلیکس خاوند(جولین) په یوه پریس کانفرنس کي په زړه ورو تورو وویل چه دا د نړیوالو حق دی چه پر امریکایي او ناټوخېلو نړیواله جنګي محاکمه وچلوي په دوهمه نړیواله جګړه کي ولي نازي جرمنیان د محاکمې مېز ته راکشول کېدل.


 په ۶م مارچ ۲۰۰۷ کي د امریکایي فوځیانو یوه کمپنۍ د افغانستان جلال آباد ته راورسېده پر کاروان یې یو کس ځان والوزاوه خو کاروان ته یې تاوان نه واړاوه تر حملې وروسته امریکایي فوځیان د ټکنالوجۍ شپېلۍ تر خپل مرکز پوري چي شپږ کیلومتره کېږي پر هر چا ورواړولې په لاره کي هغوۍ د سړک جوړوني پرسونل، سپین ږیري، ماشومان،ښځي، سپرلۍ په پای کي هر افغان حتی ځیني حیوانات لکه سپي غواوي…. کله چه دوی جلال اباد اډې ته ورسېده تر شا یې ۲۹ مړي او سلګونو ټپیان پرېښودل له دې وروسته په زرګونو خلکو په لاریون لاس پوري کړ خو د افغان فوځیانو له رارسېدو سره سم پر لاریون کوونکو ډزې وسوې درې لاریون کوونکي مړه او په سلګونو نور ټپیان سول د یوه خبریال په وینا امریکایي اوافغاني فوځيانو په خوله رسنیو ته ګواښ کاوه یوه امریکایي مامور وویل چه هیڅ کیمره وال نه سي کولای چه صحنې ته ننوزي که څوک ننوتل پای به یې د مخکنیو په شان وي په پای کي هیڅ یو عکس چا وانه خیسته او نه افغانانو د دې اجازه درلوده هغه یو داسي صحنه وه چه پر معمولي خبره هم افغان وژنه دوی خپل حق باله ځیني امریکایان د ښاغلي (جولین) د کار په سخته غندنه کوي تر دې پوري چي یو امریکایي وایي زموږ رازونه افشا کېدونکي ته باید نارنجي جامې ورواغوستل سي او هغه امریکايي یې غدار وباله چي دا پاڼي یې ښکاره کړي دي خو ډېری امریکايي ولس په دې ډېر خوشحاله سو ځکه چي دا پټي عامه وژني او نور جنایت زموږ د اولس لپاره د پېړیو پېغور دی ـ دی وايي د افغانستان په جنګ کي زموږ په اربونو ډالر په افغاني بټۍ کي وسوزېدل خو پای یې صفر راووت.



((تور مارکېټ))


د پاڼو په یوه برخه کي وایي خوست ته نژدې یو روزنتون وو دا روزنتون یوه امریکايي قراردادي له حکومت څخه په ډېرو پیسو نیولی وو(په اصل کي روزنتون نسته) کله چه په ۲۰۰۸ کال کي یو هیئت ورغی په یوه کوټه کي یوازي دېرش ماشومان ناست وو حال دا چي په روزنتون کي د قرارداد له مخي ۱۳۰ ماشومان دي پوښتنه وسوه چي سل نور ماشومان چېري دي؟ چارواکو ورته د نه راتلو وویل خو هیئت درې څلور ورځي وروسته په ناخبرتیا کي راغلی له راتلو سره ګوري چي هلته هیڅ نسته غوښتنه یې وکړه چي د روزنتون مسئولین دي حاضر کړل سي خو هیڅ څوک هم پيدانه سوه او نه هم کوم ماشوم ولیدل سو پوره نهه کاله د دې روزنتون پیسې یوازي د یوه امریکایي قراردادي جېب ته ولاړې .