کور / سياسي / امریکا دجګړې غځولوته لمن وهي

امریکا دجګړې غځولوته لمن وهي

د محمد شفیق (امین) ژباړه:         د  دري متن لپاره دلته کليک وکړﺉ


په فرد پورې تړلي نظامي او اقتصادي قدرت د امریکا دبهرني سیاست دلوري په ټاکلو پوره سیوری غوړولی دی: د امریکا پالیسي جوړونکو په تېره بیا پوځیانو یې د بین المللي شخړو د حل لپاره د زور او قهر د کارولو په پرېښودو کې تل شک کړی.په دې هېواد کې دېپلوماسي په سخته توانېدلې ده چې خپل ځان د جنګي غول پیکر ماشین له اغېز څخه لرې وساتي.
د افغانستان له قضیې سره دامریکا برخورد له هماغه پیل څخه پر منطق او ریښتیا لېدنې نه وو ولاړ: په افغانستان کې دامریکا دسیاست مکررو تېروتنو له ایران څخه سیمه ییز ځواک جوړ کړ، روسیه یې پر مرکزي اسیا باندې دنفوذ د راژوندي کولو لپاره وهڅوله، سیاسي اسلام ، دولتي او غیر دولتي ترورېزم ته یې په پوره کچه  وده ورکړه.
په افغانستان کې تېروتنې له شماره بهر دي. هغه هم په دې دلیل چې له دود سره سم سرزورۍ د منطق ځای نیولی دی: دوسله والو مخالفینو سره دخبرو اترو په اړه د امریکا سیاسي او پوځي مسؤلینو دوخت په تېرولو او بهانې لټولو سره تل دا ټکی تکرار کړی دی چې « دخبرو اترو وخت لا نه دی رارسېدلی » ، خبرې اترې باید د قدرت له ځایه پیل شي.
هغه څه چې د امریکا پالیسي جوړونکي پرې نه پوهېږي اویا نه غواړي پرې پوه شي دا دي چې : د پوځي برلاسۍ له ځایه  له دښمن سره د خبرو اترو پیل د کلاسیکو(پخوانیو) جګړو تیوري ده چې یوازې په بین المللي جګړوکې د تو جیه وړ کېدای شي نه په چریکي جګړو کې. چریکي جګړې په کلو اوبانډوکې ترسره کېږي نه ددولتونو ترمنځ دجګړې په پراخه ډګرونو کې.
دا جګړه معلومه جبهه نه لري ، چریکان دجبهوي جګړې درندې وسلې نه کاروي. چریکان یونیفورم نه لري چې دا مسله دخلکو په منځ کې دهغوی د ورکېدو سره مرسته کوي. په چریکي جګړه کې دښمن هرځای دی خو په عین حال کې هېڅ ځای نشته .
په دې نه لیدونکي دښمن باندې  د پوځي برلاسۍ د ترلاسه کولو لپاره یوازې یوه لاره شته اوهغه د هېروشیما اوناګاساکي د تجربې تکرار دی، په  داسې لابراتوارکې  چې دیو هېواد پراخوالي دی، دهغه دټولو بشري او سیاسي پایلو په منلو سره.
په دې ټکي باندې مک کرېستل او دهغه ځای ناستی پتروس نه پوهیږي او یا پوهېږي خو له مخالفینو سره له خبرو اترو د تېښتې لپاره خپل ځان ګوښه کوي. اخر ترکومه ځان په ناپوهۍ وهل؟
له دې مخکې کله چې امریکا او متحدینو یې د لسو کلونو په لړکې ونشو کولای چې په وسله والو مخالفینو باندې برلاسی ترلاسه کړي ، کوم تضمین شته چې دا برلاسی به سبا ترلاسه شي؟
ناتو دلس کاله جګړې په لړ کې د ترټولو مډرنې او وژونکې وسلې له کیمیاوي څخه نیولې تر « اواکس » الوتکو  په کارولو او ډله ییزو ټول وژنو سره ونشو کولای چې دجګړې معادله پخپله ګټه راواړوي، په راتلونکې کې د ناتو په ګټه ددې معادلې دتغیر لپاره کوم مدرک شتون لري ؟
ابراهان لینکن یو ځل ویلي وو« کولای شو یو شمېر یو څه وخت وغولوو . خو نشو کولای ټول دتل لپاره وغولوو.»
د دیموکراسۍ له ودې سره مرسته، دبشرد حقوقو عامول، ملت جوړونه چې  د افغانستان د یرغل دلومړیو کلونو خوشې خبرې وې خپل ځای یې واقعیت پېژندنې ته چې تحمیلي جګړه او اشغال دی تش کړی دی. خلک د بهرنیو ځواکونو د حضور په هکله  نور د تېرو لسو کلونو په څېر فکر نه کوي.
واقعیت دادی چې افغانانو د اشغال پرضد وسله اخیستې او دجګړې د دوام په سپېڅلتوب باوري شوي دي، د زور او تاوتریخوالي په کارولو سره دهغوی په شا کول خیال او ناشونې ده .
امریکا نه یوازې د کابل دفاسد حکومت د سولې دهڅو مخه نیولې ده( چې دا تر یوه بریده د توجیه وړ ده) بلکه دشخصي تجربې سره سم داسې پیاوړي قراین په لاس کې دي چې د سولې د یو خپلواک او ملي مرکزیت لرونکي الترنتیف( نوبتي بهیر) درامنځته کولو په لاره کې چې د منازعې د اړخونو له نفود څخه لرې وي، خنډ رامنځته کوي. په دې برخه کې دامریکا مخالفت څو ټکي رابرسېره کوي:
امریکا په دې وروسته پاتې دودیزه ټولنه کې د امنیت دتامین د ټولنیزطبیعي مکانیزم  دځپلو کار پای ته نه دی رسولی .یعنې د افغانستان د تجزیې اړتیا (لاحول ولا قوت الی باالله العظیم )  چې لیکوال دهغې پلان پنځه کاله مخکې د میډیا له لارې افشا کړی وو او نن ورځ په نیمه رسمي توګه مطرح کېږي،  پرته له ځپلو او رېښې ایستلو دا میکانیزم شونی نه دی: دا لوی جګړییز ځواک چې  له نړۍ سره جنګېږي او د جکړییز پوتنشیل د پیاوړتیا لپاره یې له اسلامي راډیکالېزم سره غوټه خوړلې ده او دیو ملي او اسلامي مرکزیت د جوړولو غوښتونکی دی، باید سره بېل شي ترڅو افغانستان د ژوندي تېرولو وړتیا ومومي.
 افغانستان باید د اوږدې کړونکې جګړې له لارې، د متساوی القوه کوچنیو قومي ډلو ترمنځ ، چې یو له بل سره په سیالۍ او جګړه کې دي  او په عین حال کې  له  بهر سره د معامله ګریو د کافی ظرفیت لرونکې دي، ووېشل شي.
امریکا په یوه اوږده جګړه کې په فزیکي توګه د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو او په دې جګړه کې دبریالیتوب د تصور له لارې،غواړي دپام وړ معینو تړلو شخصیتونو ته دواک رسېدو لار هواره کړي.
ناسیونالېستان نشي کولای د امریکا په جګړیز پلان کې د سولې د داعیې د تحقق لپاره خپل رسالت ادا کړي. دناتو ګټې د ملي مرکزیت له نشتوالي څخه په راټوکېدلې دبې نظمۍ په فضا کې ، له ملا عمراخوند او حواریونو سره په مستقیم ټکر کې تامینیدای شي.له ملاعمر اخوند سره مستقیم ټکر دجګړې غزېدل تضمینوي.له وسلوال مقاومت سره مستقیم ټکر او په پای کې دجګړې غزېدل دناسیونالېستانو دسولې له ماموریت سره په همغږۍ کې نه دی.
په خواشینۍ  چې  له وسلوال مقاومت سره، دسولې دیو ملي اواسلامي محور دجوړولو په نیت ، دخبرو اترو دځېنو ملاتړکونکو دوروستیو میاشتو هڅې دامریکا داستخباراتو دورانونکو لاس اچونو سره مخ شوې دي:
ـ په تلیفوني کنفرانسونوکې د ګډون لپاره دځېنو لېواله کسانو اړیکي دامریکا لوري ته پرې شوې دي.
ـ د امریکا د ټلویزیوني پروګرامونوله افغان چلونوکو سره د هغه ټیم دځېنو غړو ټلیفوني اړیکي چې سولې ته کارکوي، سانسور ته وړاندې شوې دي.
امریکا هغه لوی هېواد دی چې ځېنې وخت یې خپله لویي په اخلاقي بنسټ نه لرونکو او بې پایلو جګړو کې ګرو کړېده.
امریکا د هر بل نړیوال او سیمه ییز ځواک په څېر په افغانستان،سیمه او نړۍ کې مشروع ګټې لري خو کومه د جګړې لاره چې ددې ګټو دتامین لپاره کاروي ، په داسې شرایطوکې چې بین المللي قوانینو د همکاریو او ستراتیژیکو اتحادیو درامنځته کولو لپاره زموږ مخې ته روښانه اصول اېښي دي.  ډېره پېښه پلټونکې او ناسمه ده.