کور / شعر / غزل

غزل

خـلـې او خــزالــې پـــه ســـر اخـلــې چـــې طــوفــان راشــي
ځـمــکــه پــــه ســر اخـلــې پـــه غـوصــه چـې افـغـانـان راشي

خــاوره لـــــه پــلارونـو نــــــه بـچــو تـــــه پـــــه مـــيـراث رســـی
نـــــه رســی بــل چــا تـــه کـــه کـوز ځـمکې ته اسمان راشي

پــورتــــه چـــې ولـــس شـــــي، آزادې او غــدالـــت غــواړې
مـات شي په شا درومی که يې جنګ تـه ټول جهان راشي

نـــــه جـوړيـږي څــوک چــې د تــاريـــخ جـبــر وهـــلــې وي
نــــه يـــې شــي ژغــورلــې کــه علاج تـــه يــې لـقـمـان راشــي

پـريـږدې افــغــانـان خپل ســرنوشت پــــه خــپـــلـــه وټـاکــــې
تـرس او وحشـت نـــه وی، انـســانــې ژونـد په افغان راشي

خـــداي کـــه د ښــکاريــانــو د ټــو پــکــو مــاشـي ماتي کړي
بـيـا پــــه بــام کــوتـرې، شـنـو بــاغــو تـــه بــه طوطيان راشي

بـيـا بــــه کـــرغـــيــړن کارغـــه د بـاغ پـاچــاهــې نــــــه کـــوی
بــيــا کــــــه بــهـــار راشـــې او ګلــشـن تــــــه بــلـبــلان راشـــي

مـــاتـــې بــــه پــيــالــې کــړې، مـيـخانـه بــه دړي وړي کړې
پــــيـژنــې شــراب ســـاقـــې،کــــــه دلــتــــه شـــرابـيــان راشــي

مــــات بـــه دی چلـم کـړې، سرخانې به خچې پچې کړې
ګــوره! بـنــګ فـــروشــه کــه کوټکـۍ تـه دی چرسيان راشي

شــيخـــه! عــبـــادت کـــې چـــيـغــې مــــــه وهـــــه ارام اوســـــه
سـم لمونځ بــه در زده کړې ، کـه مسجد تـه عابدان راشي

پــړې د زنـــــدۍ بــــــه ستــــا شــــي پــيـره! د تــذويــر تسپــې
لــــږ څــــه کــــه راويښ شـي او په هوش دی مريدان راشي

ستـــا ښکلـــی رښمـين چــپن، کــفــن بـــــه مــلا تـــا تــــه شـي
لــــږ څــــــه پـــه رڼـــا کــــې کــه جومات تـه مـقـتـديـان راشـي

مخ به دی درتور کړي، قاضی تا به په خره سپور کانـدې
خـــداي خو مــهــربــان دي، محکمې ته به قاضيان راشي

ســور اور بـــــه لـــــــه قــهــره د (( شهـيد )) مـــزار تـــه واچـوې
پـــيــژنــــې د پــلار قــاتــل، کـــــــه دلــــــتـه يـتـمـــان راشـــــــي

روغ رمـــټ پــــه ځــان يـــم، خـلـکــو زه خــو لـيـونـۍ نه يم
څــوک چـې رښتـيـا وايـې ستـاسو ولـې پـرې ګـومـان راشي

زه ((قــيـام )) ګــرم نــــه يــــم، خلـکــو مـــا مـلامــت مــه بولئ
ګــرم زمــا قـلـم دی، چــې څـــه لـيکـې پـــه هـيـجـان راشـي