کور / تازه خبرونه / تخار:افغان دولت اوطالبان یوبل ته دزیان اړولوخبره کوی

تخار:افغان دولت اوطالبان یوبل ته دزیان اړولوخبره کوی

دتخار ولایت په خواجه غار ولسوالې کې افغان دولت او وسلوال طالبان دواړه يوبل ته دمرګ ژوبلې اوښتلو ادعاکوی
دتخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نورې رسنیوته وویل:چې تیره ورځ دیاد ولایت په خواجه غار ولسوالی کې دعامه نظم پولیسو او وسلوالوطالبانو ترمنڅ نښته رامنڅ ته شوی چې دهغه په وینا ۸ تنه وسلوال طالبان په کې وژل شوی دی نورې زیاته کړه چې په وژل شویوکسانو کې یوتن بهرنې هم شامل دی چې دهغه په خبره دتاجکستان تبعه دی.
همدغه راز نوری زیاته کړه چې نښتې څوساعتوپورې دوام درلوده چې له امله یی پولیسوته ګڼ شمیر وسله پرلاس ورغلې ده.
هغه وویل چی په دغه نښته کی یوتن عسکر هم ټپی شوی چې وروسته بیا روغتون ته لیږدول شوی دی
خوبل لورته دوسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دټیلفون له لاری رسنیو ته ویلی چی په یاده نښته کې یی ۴ تنه اربکۍ وژلی او ۲ نوریی ټپيان کړی دی همدغه راز طالب ویاند وخپل ځانته هم زیان اوښتل ندی رد کړی او زیاته وی چې په نښته کې دوه تنه وسلوال طالبان هم وژل شویدی
خواجه غار دتخار ولایت نسبتاْ نا ارامه ولسوالې شمیرل کیږی چې ډیرې وختونه ورڅخه دنښتو رپوټونه ورکړل کیږی