کور / شعر / د کوژدن شوي شهید پیغام

د کوژدن شوي شهید پیغام

ملګرو پلار ته زما دغه پیغــــــــــامونه وروړئ
مورته مې هم د مینې ډک ډیر سـلامونه وروړئ
پلار ته مې وایه پــه فراق مې چې ستومانـه نشې
مورته مې وایه پـه شیـــدو د پښېــــــــــمانه نشې
دا هم منم چې په هجــــــران مې ټبر خفـــــه وي
په دنیــــا پاتې خا مخا به مې دلبر خفـــــــــه وي
زما ملګـرو هم زما نـــــه جدایي نـه غوښتـــــــه
خو ما پخپله په دنیا نور آشنــــــایي نه غوښتـــــه
زه مې هدف ته رسېــــــــــــدلی یم ژړا مـه کوئ
زما پر قبر لدې وروستــــــــــــه واویلا مه کوئ
پلارته مې وایه هســـــکه غاړه یې زما په خاطر
ښــه شو چې څیرې مې ټټـــــر شو د الله په خاطر
مور یې ځوریږي زوی یې لاړ له آرمانونو سره
خو شهید خوښ دی د جنت له بنـــــــډارونو سره
تاسې بـه ټول زما ملګري زما مورتــــــه ورشئ
هم به زما د ځورېدلي شان پلار کورتـــه ورشئ
ورتـــــه ډاډ ورکړئ چې زه اوسم له ګلونو سره
له سینـــــګار شوو تنکۍ پېغلو ښکلو نجونو سره
پلار تـــــه مې وایه چې الله به عوضونه درکړي
پر دنیا ویاړه ، په عقبـــــــــــا به جنتونه درکړي