کور / شعر / دوه غزلونه

دوه غزلونه

چې رازونو د سفر ته سړی رسي
د يقين د باغ ثمر ته سړی رسي

يا به خوږ وي يا به خوګ لري په زړه کې
د نظر نه چې ځيګر ته سړی رسي

د خپل سيوري نه به چرته سړی لاړ شي
بې له ياره به کوم درته سړی رسي

چې طلب يې د جنون په رنګ کې رنګ شي
د ارمان د قيصې سر ته سړی رسي

جوړوی شي د خبرې نه خبرې
چې خبرې د بشر ته سړی رسي

چې چپو د سمندر له غاړه ورکړي
عندليبه نو ګوهر ته سړی رسي

بل غزل

ياره چې د زلفو دام کې ګير نه يې
ته لا په ميئنو کې د شمير نه يې

دومره رانه هير شه چې راياد دې کړم
دومره راته ياد دي چې مې هير نه يې

سره يې خو اميل د غاړې جوړ نه شوې
ځکه چې د سرو لمبو نه تير نه يې

چرته يې د يار د نظر غشيه
وتی مې د زړه نه تيروبير نه يې

ټکي د پښتون کې دې زير نشته نو
ځکه خو پښتونه چاته زير نه يې

دا ځل به دې ګوخ اسمان ته ورسي
دا ځله زړګيه د کوشير نه

تل دی عندلیب تلي د سرو سره
درده که سم ډیر يی خو ګنډیر نه يی