کور / شعر / ناکامئ هیلی

ناکامئ هیلی

ماسره زړه کی تل رازونه لری
ما ته ماضی نه فریادونه لری
زما په سرکی ډیر خوبونه لری
څه نیمخوا دی زما ګرانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


خوند د سپرلو ورنه خزان اخیستی
بیلتون د مینی ورنه ځان اخیستی
د یار ټپو ورنه درمان اخیستی
دژوندون لاره کی حیرانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


څومره به لاری د خندا څارینه
څومره تقدیر به دا زما څارینه
څوبه په تمه بی وفا څارینه
څوبه تر څوبه وی بدنامی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


لا له غمو سره ژړل وینمه
لاپه دریاب کی ډوبیدل وینمه
څوبه ساحل ته رسیدل وینمه
څو به سلګی وهی ستومانی هیلی
راته ژړیږی دا ناکامی هیلی


کاروان دلاره کی لمبی ګورمه
دغم سکروټی تکئ سری ګورمه
سړی سړی می حوصلی ګورمه
څوبه به په زړه کی وی ویرانئ هیلئ
راته ژړیږی داناکامئ هیلئ


ربه له تانه زه همت غواړمه
کمزورو هیلو ته قوت غواړمه
د زړه دنیا ته می عزت غواړم
څوبه په خوله کی دانادانی هیلی
راته ژړیږیی دا ناکامی هیلی



رڼا مومندي