کور / شعر / ته زما دمينې ګل/نظم

ته زما دمينې ګل/نظم

يووخت دواړه مونږدژوندسره په جنګ و
يووخت دواړه دتقديرپه تهمت رنګ و
يووخت دواړه لاروي ديوغورځنګ و
يووخت دواړه شنه طوطيان ديوچمن و
****
يووخت دواړه مونږ ديوارمان ګلونه
يو وخت دواړه مونږ ديوجهان فکرونه
يو وخت دواړه مونږ پيلي ارما نونه
يو وخت دواړه مونږ خوښ کړي اميدونه
****
ما به ويل چې زه د لوړوغرونو زر يم
تابه ويل چې زه سربازدسره سنګر يم
ما به ويل چې زه دمينې انځورګر يم
تا به ويل چې دجنګونو سرلښکريم
****
ما به ويل چې زه ملاله د ميوند يم
تابه ويل چې زه غليم سره په جنګ يم
ما به ويل چې زه مينه په وطن يم
تا به ويل چې زه هم تندرپه دښمن يم
****
ما به ويل چې ليونې دسره ګلاب يم
تابه ويل چې ماته وګوره شراب يم
ما به ويل زه چې نغمه دژوندپه باب يم
تابه ويل چې ته مې لوله خوږکتاب يم
****
ما کتل چې دکتاب ښکلی کيسه وی
زما دګران وطن د مينې حما سه وی
هره پاڼه کې دی ښکلي وو نکلونه
خپلواکي ته يو ناره اوتلوسه وی
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين وتاريخونه
ته زما د پاکې مينې يو داستان وی
ته زماښکلې هيواد افغانستان وی
****
تا ويل چې راته لپه کړه لاسونه
پاک الله دربارته ډيرکوه سوالونه
زه ورځمه په سفرچې سوله راوړم
پښتنوته به وايم مه وژني خپل وروڼه
****
خبر نه وی چې وختو نه قاتلان شول
دازمونږ سکنی وروڼه غلامان شول
خپل ځانونه يي پسو په بدل خرڅ کړل
غم ساعتوته اولسونه مې حيران شول
****
زه مجبوره شوم ماه ډک کړل مړوندونه
شرنګول مې چې را ويښ کړم ولسونه
ستادمينې په تهمت کې زه هم تورشوم
ستا په عشق کې را خبرشول عالمونه
****
ستادمينې د داستان يوه ديوانه شوم
ستا د پاکی مينې ښکلې زردانه شوم
ته مجنون د بيابان د يارانه شوی
زه ليلاستادتورغرونوخزانه شوم
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين شول تاريخونه
زه شوم ستادعشق داستان يوه ملنګه
زمونږ زړونو باندی بل دعشق اورونه
****
ته شهيداوته غازي اوته نامدارشوی
ته زما سولې ارمان ته طرفدار شوی
ته مړ نه يې ته زما دمينې يار شوی
ته زما د ګران افغان دغاړی هار شوی

****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين وتاريخونه
ته زما د پاکې مينې يو داستان وی
ته زماښکلې هيواد افغانستان وی
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين شوتاريخونه
چا دی ونۍ ځغلول اوچا لعلونه
ستا په ننګ بادی قربان شول ډيرسرونه
****
نړيوالوته دريم جنګ دجهان شوی
ته دهرافغان دسولې خوږارمان شوی
دحفيظ دپاکې مينې يو داستان شوی
ته زما د مينې ګل افغانستان شوی