کور / شعر / تروریست

تروریست

لمرپه لوېد و ؤ،وروستۍ زرینې وړانګې یې د چناروله سرو ورو،ورو پورته کېد ې ،د کلي په څنډوکې له ګوښه ،کوچني ،خړد وکانه راووت ،د څدرۍ جېبونه یې ښه ډ ک ښکارېد ل ؛په لاس کې ډ که کاغذي خلته یې د د وکان مخې ته د ولاړ موټر سایکل په ښکرو پسې وځړوله ،پښه یې پسې پرې واړوله.
څا د ر یې په اوږه واچاوه ،اود لونګۍ کوچنۍ شمله یې چې په اوږه لګېد ه لږڅه شاته کړه ،د سترګوپه رپ کې له ژېړي لمر سره یوځای له کلي پنا شو.
»»»««««
په خړه د ښته لاد تیارې دومره زورنه ؤ ،د موټرسایکل بتۍ یې هم مړه وه ،په فکرونو کې لاهو روان ؤ: «بېګا مې وعد ه ورسره وکړه سې بنګړي به خامخا د رته راوړم ؛خو د ا له دې سره نه لګېږي ،چټي مې را اخېستل ،ځه ! دا به مې خواښې ته ورکړم ،د ې ته به یې که خیر ؤ بله ورځ وروړم ،اغه ډېر ښه راسره کړي ،تل له خسره پټه د روازه …»
موټر سایکل یې کوچنۍ ډ بري وواهه ،ښکرونه یې ترې وښورېد ل او د سوچ لړۍ یې وروشلوله .
»»»««««
د تیارې په کلي ښه زور ؤ ،چوپه چوپتیا وه ،یواځې به کله ،کله د سپیوغپا اورېد ل کېد ه .
د روازې ته مخامخ ود رېد ،له ځان او پایڅویې ګرد ونه په څاد روڅنډ ل ،چې ناڅاپه د ربی شو ،حیران ،حیران یې په کوڅه کې یوه بله خوا وکتل ،نه څوک ؤ او نه څه شی.
شېبه وروسته ناڅاپه څوتنه چې د ټولو په ټنډ و بتۍ ،په تن د رېشې وارخطاپه منډ و د کوڅې تر کونج را بد ل شول.
وار له واره یې په د ه په پرد ۍ ژبه ناره کړله ،دی وارخطاغوندې شوژریې لاسونه ورته پورته کړل .
هغوۍ څولرې ود رېد ل اوڅونور یې د د ه په سر کڅوړه راکش کړه او لاسونه یې ترشاوروتړ ل .
د سهار د شپږوبجوپه خبرونو کې د سر اونوی خبر همد ا ؤچې.
تېره شپه د بهرنیوسوله ساتوځواکونوله خوا د تروریستانود سر سړی ونیول شو.