کور / سياسي / د ټونس او مصر پیښي، د عبرت او پند درسونه

د ټونس او مصر پیښي، د عبرت او پند درسونه

د جهاني انلاين ويبپاڼي څخه په مننه www.jahanionline.com


د ټونیس زوریدلو خلکو خپل د اوږدې مودې جمهوریس زین العابدین علي، چی تول عمر یی د پولیسو، خفیه پولیسو پوځ او فاسدو مامورینو په زور حکومت کړی وو له قدرته را وپرزاوه. د هغه اخښی، چی د ټونس تر ټولو لوی سرمایه دار وو، او کلونه کلونه یی د ټونس ملی شته منی لوټلي وې، اوس په کاناډا کی بندي دی او نن سبا به د ټونس د خلکو په مخ کی د قانون منګولو ته سپارل کیږی. د جمهوریس بن علی نیژدې خپلوان او زامن په نړۍ کی د پټیدلو ځای نه لري او د جمهوریس د ګران اخښي په څیر تاریکی او شرمونکي ایندې ته منتطر دي. پخپله جمهوریس بن علي سعودی عربستان ته تښتیدلی او معلومه نه ده چی څه به ور پیښیږي.
        د عربي نړی مطبوعات لا د بن علی د تيښتي او د ټونس د پيښو په خبرونو تاوده وه چی د مصر د مظاهرو او د خلکو د قهر د توپان خبرونه خپاره سول. په مصر کی د جمهوریس حسنی مبارک پرضد، چی دیرش کاله کیږی د قدرت واګي یی په لاس کی دي،مظاهرې رواني دي. د هغه د پولیسو او خفیه پولیسو دفترونه او مرکزونه یو په بل پسي سوځول کیږی او تر اوسه پوري څه باندی سل تنه بیګناه انسانان، چی د خپلو مشروع او قانونی غوښتنو د پاره یی په سوله ایزو مظاهرو لاس پوری کړی دی، د حسنی مبارک د عسکرو او پولیسو په ګولیو غلبیل سوي دي. داسی ښکاری چی د حسنی مبارک د جابر نظام ستني لړزېدلي دي. ځکه چی خلکو د حکومت له خوا پر ګرځیدلو باندی د لګېدلي بندیز پروا ونه کړه او عسکرو هم نه یوازي د هغوی په مقابل کی عکس العمل ښکاره نه کړ بلکی ډیر دوستانه سلوک یی غوره کړ. د مصر جمهوریس حسنی مبارک د خپل قدرت په دیرش کلنه دوره کی خپله ټوله توجه پوځ ته اړولې وه او خپل ټول امید یی په پوځ، پولیسو او خفیه پولیسو پوری تړلی وو. خو لکه چی نن لکه چی ده چی غوښتل هغسی ونه سوه.
بنی ادم اعضای یکدیګرند             که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی به درد آورد روزګار        د ګر عضو هارا نماند قرار
           ویل کیږی چی د مصر پيښي د ټونس د خلکو د وروستي پاڅون سره سمی پیل سوې. په دې خبری او سیاسی تبصرې کی ډیر لږ شک کولای سو او دا لا هم باید ورسره زیاته کړو چی د زوریدلو خلکو د قهر څپې یوازي په مصر پوري محدوی نه سي پاته کیدلای او نن سبا به په نورو عربی هیوادونو کی دغه ته د ورته پيښو شاهدان یو.
         که د اداري فساد، لوټماریو او زور زیاتي خبره وي نو د افغانستان اوسنی نظام په نړی کی چندانی ساری نه لري. له لومړی ورځی یی قدرت د لوټمارانو، توپک سالارانو، قاتلانو او داسی داړه مارانو په لاس کی دی چی یوه شېبه یی د افغانستان د خلکو د سر، مال او ناموس پروا نه ده ساتلې. هغه ورځ را رسیدونکې ده چی د قاتلانو د نظام په مقابل کی به د افغانستان د اولسونو د صبر کاسه لبریزه سي او د لوټمارانو موټرونو او قصرونو ته به اورونه اچوي. پوځ او پولیس به، چی نن پر خلکو ډزي کوي، یوه ورځ د خپلو خلکو ترڅنګ دریږی او د اسلامی جمهوریت نازولي به په خپلو لوټ کړو شته منیو او پیسو پوري حیران وي او په نړی کی به د پټیدلو ځای نه لري.
         د ځینو کسانو دا ویره ډیره پرځای ده چی په افغانستان کی دوه منورین پر یوه لاره نه دي روان. که چیری خلک د ټونس او مصر په څیر را پاڅیږی نو د قهر او غوسې د سیلاب لارښودنه به یی څوک کوي. په افغانستان کی سیاسی رهبری نسته او یو ځل بیا به په هیواد کی د وینو سیلاوونه روان سي. زه د خپلو وطنوالو دا ویره پر ځای بولم، مګر د دې وېري او اندېښنې په رواجولو او پراخولو کی د اسلامی جمهوریت! د واکمنانو ونډه لږ نه بولم او خپله د خبره کوم چی  یو قام چی د نظام د نسکورولو زور لري هغه د پېښو د مهارولو او د بل نظام د بیرته جوړولو قدرت او عقل هم لری.
       احتیاج مادر ایجاداست. د مصر د واکمن ملی ډیموکراټیک ګوند نظام له څه کم شپیتو کالو راهیسی د هغه هیواد، له ښی نه تر کیڼ پوري، ټول سیاسی ګوندونه ځبلي او مشران یی ورته اعدام کړي، په شکنجو کی وژلي او به بندیخانو کی وراسته کړي دي. د مصر مستبد نظام د خپلو ستنو د ټینګیدلو او دایمی کیدلو لپاره د هیواد د هری کورنۍ لپاره یو خفیه پولیس ټاکلی او په خپل اند یی په چا کی د آواز پورته کولو جرأت نه وو پرې ایښي. خو د پښتنو هغه متل ډیر پرځای دی چی وایی په زور کلي نه کیږی. د مصر پولیسی نظام به سبا ته نړیږی او ورپسې د نورو وار دی. «نن دی که سبا دی. دا ملک د زرغون شاه دی» موږ به ګورو چی د ټونس او مصر خلک به خپل هیوادونه ابادوی او سمبالوي او د خپلو خلکو په خوښه به نظامونه جوړوي. نه به د وینو سیلاوونه وبهیږی او نه به د ټونس او مصر هیوادونه سره لمبه سي.
چیرته یو څلی ورانیدو ما ویل         چی وران یی نه کړی جوړېدلای نه شي
        د افغانستان د داړه مارانو او لوټمارانو نظام تر ټونس او مصر ډیر کمزوری دی. ځکه چی هغه رژیمونه لږترلږه پر خپلو پوځونو تکیه وه. خو کله چی یی پوځیان د خپلو خلکو سره مخ سول نو د وطن د بچو په څیر یی د توپکو او وسلو خولې کښته کړې. خو زموږ د هیواد لوټماران او ټوپک سالاران او په مجموع کی ټول نظام له یوې خوا د بهرنیانو د پوځونو په زور چلیږی او د تاریخ تجربو ښودلې ده چی بهرني پوځیان د خلکو د عمومی قهر او غوسې په مقابل کی هیڅ وخت ټینګیدلای نه سي او د میدان په پریښودلو کی تر هر چا ګړندي وي. او له بلي خوا د توپک سالارانو او قاتلانو اوسنی نظام د هیواد په هیڅ قوم، طبقه او سیمه کی نفو‌ نه لري. په هیڅ چا کی یی ښه زړه پری ایښی نه دی او د تنګسې په وخت کی له هیڅ چا څخه د ملاتړ تمه نه سي کولای. تاسي ولیدل چی دا د خټو جوړ شوي زمري طالبانو له خپلو ټولو مارشالانو او د پنجشیر له زمریانو سره یوځای په وچه ځغاسته د آمو تر سیند واړول او هغه وسلې یی ټولي تر شا پریښودلې چی د افغانستان او په تیره بیا د کابل د خلکو د وژلو او د ښار د تباه کولو لپاره یی کار ورڅخه اخیستی وو. د هرات قهرمان د هغوی په مقابل کی نیمه ورځ مقاومت ونه کړ او په مشهد کی د ایران د اخوندانو خیرات ته کښینستی. تاسی ولیدل چی کله د جشن پرمراسمو باندي پنځه ډزی وسوې د دفاع وزیرد خپل ټول درانه وزن سره په ځغاسته کی تر ټولو ګړندی وخوت. د دې نظام پایی او ستني، تر هغه چی موږ یی اټکل کوو، ډیری سستي دي. عادي جګړه ماران او توپک سالاران خو یی لا هلته پریږده، پخپله جمهوریس یی دومره بې زړه او کمزوری دی چی څو ځله یی د خلکو په عام محضر کی د بې وزلي کونډي ښځي په څیر اوښکی توی کړي دي او له ځان سره یی ښځینه ښونکي هسی بېځایه ژړولي دي. تر دې ټولو بدمرغه پېښه لابله وه او هغه داچی ما په خپل څه باندی شپیته کلن عمر کی د نړی هیڅ مشر او جمهوریس نه دی لیدلی چی د خپل ګاونډی هیواد څخه دي د رشوت پر اخیستلو باندي په دومره زړه ورتوب او د ټولی نړی په مخکی اقرار وکړي او په پای کی لا دا هم ووایی چی سبا به له دې څخه هم کیسه راته جوړه کړی!! زه یقین لرم چی د پاکستان له ای ایس آی څخه به یی تر دې ډیری پیسې اخیستي وي. والله اعلم بالصواب.
            په دې منځ کی لا یوه افسانه د افغانانو په تقریبا ټولو سیاسی محفلونو او تحلیلونو کی خوله پرخوله ګرځی چی وایی د کرزي لپاره بدیل نسته او، که خدای مه کړه !! دی نه وو موږ به څه کوو. زه د دې افسانې په ایجادولو کی د لویدیځ د ماهرانو او سیاسی څیړونکو ونډه کمه نه بولم. د جمهوریس جیمی کارټر د ملی امنیت د سلاکار زبیګنیو بریژینسکي په څیر هوښیارو سیاسی تحلیلونکو او پنډتانو په مرکو کی می دا خبره اورېدلې ده. او کله چی جمهوریس کرزی دغربیانو څخه دغه راز تحلیلونه اوري نو کله کله دومره زړه ورسي چی د ناټو په مقابل کی سرزوری ته ملا وتړي. خو کله چی بیرته پوه سی چی خبره دومره ساده هم نه ده نو بیرته د سولي او روغي جوړي لاره ونیسی.
         خو زه نه پوهیږم چی زموږ وطنوال او منورین ولي نه له خپلو ځانونو او نه له نورو نه دا پوښتنه کوي چی« چرګ نه وو آذان چا کاوه». دا خو نه احمدشاه بابا دی، نه وزیر  اکبرخان دی او نه اعلیحضرت امان الله خان دی. کرزی خو د ناټو هیلی کوپترونو په اوروزګان کښته کړ. د ناټو پوځیانو په کابل دننه کړ او تر نني ورځی پوری یی هره شېبه د ناټو ټانکونه او الوتکي ساتنه کوي او که دا بهرني قوتونه نه وي هغه نیم ساعت په افغانستان کی پاته کیدلای نه سي. کرزی خو نه جهادي قوماندان وو، نه سیاسی مشر وو، نه قومي سپین ږیری وو او نه یی په ټول ژوند کی چا یوه سیاسی لیکنه لوستې اویا سیاسی وینا اورېدلې وه. نو دا څرنګه خدای له اسمانه موږ ته دا سی رهبر رانازل کړ چی په ټول هیواد کی یی هیڅ څوک ځای نیولای نه سي. څوک ولي دا پوښتنه نه کوي چی هغه د قدرت په دې لس کلنه دوره کی کوم داسی ښه کار کړی دی چی د بل چا په وس پوره نه وو. بلکه هغه د قدرت په دوران کی ټول هغه کارونه کړي دي چی باید نه یی وای کړي.
      هغه یوازي اویوازي په قدرت کی د پاته کیدلو لپاره پر خپل بې دفاع اولس باندي داړه ماران او قاتلان ورخوشي کړي دي. خپلو داړه مارانو ته یی اختیار ورکړی دی چی د ده له قدرت سره غرض ونه کړي باقی هر څه چی کوي خوښه یی خپله. اداري فساد یی هغه سرحد ته رسولی دی چی په نړی کی یوازي له یوه هیواد څخه بهتر دی او د ټونس د زین العابدین بن علي په څیر یی د خپلی کورنی غړو ته د جیبونو د ډکولو او د هیواد د شته منیو د لوټلو تامه او بشپړه اجاز ورکړې ده. زما په عقیده د افغانستان ټول هغه تعلیم یافته او منور کسان چی د هیواد غم او درد ورسره دی او د  یوې پاڼی د لیکلو توان او صلاحیت لري ترکرزي ښه کار کولای سی. ګواکي موږ یو بدیل نه بلکه په سل هاوو بدیل لرو. هغه ورځ لیری نه ده چی د افغانستان زورېدلي خلک به د خپلو قاتلانو ګریوانونو ته لاس اچوي،  حساب به ورڅخه اخلي او دا به ثابتوي چی د دوی مېنه له مېړونو خالي نه ده.