کور / سياسي / په ریښتیا د ایران دولت د افغان ملت دوست دی ؟

په ریښتیا د ایران دولت د افغان ملت دوست دی ؟

په دې روستیو کې افغان پلاوی بیا ، خو دا ځل د هېواد د مالي چارو وزیر ښاغلي زاخېلوال په مشرۍ د د لوې میاشتې له اتمې تر لسمې پورې ایران ته سفر کړی وو . دا پلاوی هم د تېر پلاوي پشان چې د فهیم په مشرۍ چې نه يي په جګړه کې کوم سنګر نیولی او نه يي کوم هېواد فتح کړی او ځان د هېواد یوازینی مارشال بولي ، ایران څخه د غوړو او تودو ژمنو سره افغانستان ته راستون شو.
 زاخېلوال د خپل سفر په اړه وايي « د ایران د اسلامی جمهوریت او د افغانستان د اسلامی جمهوریت ترمنځ د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې تر دې ډېرې ژورې دي چې لنډمهالې سوتفاهمونه دې ورته تاوان ورسوي . افغانستان د ایران په دوستۍ ډاډمن دی ، موږ د ایران لخوا د افغانستان په بیا رغونه کې د اخیستل شوې ونډې قدر کوو او هیله لرو چې زموږ ترمنځ اړیکې به د متقابل درناوي پر بنسټ نورې هم پیاوړې شي »
ما چې د ایران په اړه  د ښاغلي زاخېلوال غوړې خبرې واورېدې ، د پښتو دا لنډۍ مې په یاد راغله :
په لیلا هر څوک مین کیږي
بخت د هغو دې چې لیلا شې پرې مینه
دې کې شک نشته چې افغانستان ټولو ګاونډیانو ته د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب لاسونه غځوي ، خو که مغرور او کبرجن ګاونډیان لکه ایران او پنجاب د افغانانو په اړه د دوستۍ او ښو اړیکو پرځای لږتر لږه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او وسلوال تیري څخه لاس واخلي .
تېرځل هم په ایران کې د افغاني سوداګرو د تیلو ټانکرونو د درولو پر سر فهیم او د هغه پلاوي سره د ایران دولت ژمنه کړې وه چې له دې روسته به د تیلو ټانکرونه نه دروي او فهیم ته يي د ښه نیت په ځلاوي سره د بل سوغات پر ځای یو ټوپک  ( د جګړې د دوام په هیله ) هم ورکړی و ، خو هېواد ته په ستنېدو سره د پلاوي لا دمه نه وه ختلې چې د ټانکرونو پل ونه لګید ، نه د ایران د دولت غوړې خبرې وي او نه د فهیم د دوستۍ لاپې !
افغانان به د ایران ددغه نرمښت چې زاخېلوال يي په غوړه ژبه قصه کوي هرکلی وکړي خو که دوامداره وي ، چې نه دی !  دا چې زاخېلوال وايي د دواړو هېوادو ترمنځ د ګاونډیتوب اړیکې تر دې ډېرې ژورې دي چې لنډمهالې سوتفاهمونه دې ورته تاوان ورسوي ، ایران سره د افغانستان د اړیکو د تاریخ په اړه د زاخېلوال ناخبرې په ګوته کوي .
د روان کال  د فبروري په لومړۍ نېټه «  فراه ولایت کې چارواکو وویل چې د دغه ولایت د بخش اباد پر بند په حملو کې ایران لاس لري څو د دې بند مخه ونیسي، چې د فراه خلکو ته د برېښنا په تولید او د کرنیزو مځکو په اوبونه کې لوی کومک کوي.
په وروستۍ حمله کې، چې د نومبر په شپږویشتمه وشوه وسله والو کسانو د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د دغه بند د پروژې دوه انجنیران وتښتول. یو انجنیر یې وواژه او بل یې د یولک امریکايی ډالرو په بدل کې پرېښود.
د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي په بالابلوک ولسوالۍ کې د بخش اباد بند د مخنیوي لپاره پر نوموړي بند بریدونه سیاسي انګېزه بولي او وايي چې دا کار ایرانیان د دې لپاره کوي چې افغانستان په پښو ونه درېږي.
تر دې وړاندې هم د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو چارواکو پر ایران تور پوري کړی وو چې نه غواړي په افغانستان کې پرهغو سیندونو بندونه جوړ شي چې اوبه یې ایران ته بهېږي.
د فراه د والي مرستیال ښاغلي رسولي وویل : بهرني عوامل په دې بریدونو کې لاس لري . دوی پر بند کارکوونکي ډاروي چې هیڅ بهرنۍ کمپنۍ حاضره نه شي پرهغې کار وکړي او په نتیجه کې یې د بخش اباد د برېښنا کوټ د جوړولو مخه ونیول شي .


په ۲۰۰۸ کال ، کله چې هندي انجنیرانو په بالابلوک ولسوالۍ کې د دې پروژې لومړنۍ سروې وکړه ، دوی اټکل کړی و چې درو کلونو کې به یې بشپړه کړي او اته لکه څلوېښت زره هیکټاره مځکه به خړوبه کړي . خو پر دې پروژې د امنیتي اندېښنو له کبله کار درېدلی دی.
افغان مقامات وايي چې ایرانیان افغان طالبانو او نورو جنایتکارو ډلو ته پیسې ورکوي چې د دې پروژې مخه ونیسي.
یونس رسولي وايي چې د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې یاغیانو د دې پروژې دولس ساتونکي پولیس ووژل. »
د بیات ټولنې تلویزیون د فبرورۍ د لومړۍ نېټې په یوه خبري سرویس کې وښودل چې ایراني چارواکي افغاني زده کوونکي زده کړې او کارګران کار ته نه پریږدي ، په دې اړه په ایران کې د افغانستان د سفیر هلې ځلې هم تر اوسه کومه پایله نلري .
د ډيری افغانانو په اند ، کوم نرمښت چې ایراني چارواکو په روستیو کې له ځانه وښود او د افغاني سوداګرو د تیلو ټانکرونه يي راخوشې کړل ، هغه د ایران په وړاندې د افغانانو د مقاومت او ټينګار نتیجه وه ، نه د افغان دولت څپڅپانده پالیسې ! افغانانو په کابل ، هرات او د هېواد په نورو سیمو کې په لاریونونو او غونډو کې او همدارنګه افغاني رسنیو په پراخه کچه ایران ته په ګوته کړه چې که ایران د تېر پشان بیا هم د افغانستان پر وړاندې له شرارت څخه لاس نه اخلي ، افغانان به هم لاس تر زنې کښینني او داسې لار به غوره کړي چې ایران ته به هم پکې خیر نه وي ! 


بلخوا افغاني هېوادپاله سوداګرو ایران وپوهاوه ، که ایران پر افغانستان د سوداګرۍ یوه لاره بندولای شي افغاني سوداګر ډېرې نورې لارې هم لري چې خپل ولس به په سخته کې یوازې پرینږدي .
د ایران دولت که دوستي پالي ، دا به د افغانستان په دولت کې د ټاکلیو کړیو سره دوستي وي ، نه د افغان ملت سره ! زما په خیال زاخیلوال سیب هم لکه د فهیم پشان همدا دوستي یادوي !
ایران دې لږترلږه له هغو ډلو څخه چې د افغان مرکزي دولت په وړاندې جنګیږي د ملاتړ لاس واخلي !
ایران دې د افغانستان په ولسې جرګه کې د قانوني او د نظارشورا او شمالټلوالې د نورو لنډغرو له مرستې او ننګې څخه په شا شي  !
ایران دې خپلې اړیکې د ټاکلیو کړیو او ډلو پر ځای له دولت سره وساتي !
ایران دې افغانستان ته د ایراني کلتور او ژبې اوهمدارنګه د قم په خم کې اخښل شوی شیعه مذهب نه راصادروي !


اخځونه :
ــ تاند او افغان جرمن انلاین بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه