کور / سياسي / ويکي ليکس او بهروپیا کردارونه

ويکي ليکس او بهروپیا کردارونه

خان زمان کاکړ


ويکي ليکس هيڅ ونه کړل، صرف د واکمنانو او سياستدانانو منافقت يې په نړېواله کچه افشا کړو. له دې منافقت سره سيميز اولسونه له وړاندي اشنا وو يعني د امريکې دې ډيپلومېټک کېبلز  د information  نه زيات د confirmation کار وکړو. يوه خبره دا پکي د ډېر وضاحت سره مخې ته راغله، چي د اوسنيو واکمنانو او سياستدانانو لپاره diplomacy او hypocrisy دوه مترادف لغتونه دي بلکې په حقيقت کي نننۍ  diplomacy د duplicity  په مانا ده. د نړۍ سپين سپېڅلي واکمنان او سياستدانان تر پردو دننه فحاش ترين حرکات کوي. ددې په افشا کولو د ويکي ليکس پر مسوول د جنسي مقدمو غوټه پرانيستل شوه خو څوک چي د خلکو پر حقونو د جنسي تېريو دندې اجراء کوي، هغوي نن هم  بې مقدمې، بې کېسه دي. دا مقدمه، دا کېس په ويکي ليکس نه کېږي، دا د خلکو احتساب غواړي.  جولئين اسانج زندان ته واچول شو خو افشا شوي مجرمان پر خپلو څوکيو له خپل ټول شان او شوکت سره بحال دي. وېب هوسټنګ کمپنيو ويکي ليکس ته خپلې دروازې وتړلې، داسي ښکاره شوه، لکه سرمايه داره دنيا چي پخپله د خپل ګلوبل وېلج په منځ کي دېوالونه ودرول غواړي. د فکر ازادي په خوا کي وچه، د بيان د ازادۍ دعوه بايد دروغ ثابته نه شي. اسانج وايي چي” ساينټفک جرنلزم” کوي، ساينس بايد خپلې مخې ته پرېښوول شي. ويکي ليکس نه بلکې د پاکستان غوندي ملکونو غېر اخلاقي او سطحي جرنلزم ته د هوسټنګ لار بايد ورنه کول شي.
ويکي ليکس دوه نيمه لکه امرېکن ډيپلومېټک کېبلز خواره کړل، هر هر کېبل د خلکو د مسقبل په خپل لاس کي د اخيستلو لپاره د روانې لوبې د کرتبونو پسِ منظر څرګنداوه.
ويکي ليکس ټولې دنيا ته leak  کړه، چي د “تخريب” بنياد چېري دی، خو “بنياد” بيا هم محفوظ دی.
امريکا د دومره زياتو ډيپلومېټک معلوماتو لرلو باوجود چي د پاکستان په هکله خپله هره سټرېټيجي اعلانوي، نو په ډالري مراعاتو يې اعلانوي. ګويا امريکه د تخريب بنياد ته ډالري معاش ورکوي.
جالبه خبره دا ده، چي څوک د تخريب په ضد په عملي مېدان کي ولاړ دي، د هغوي د حکومت پر پاليسيو د بد اعتمادۍ څرګندونه کوي، د قربانيو اعتراف يې نه کوي، داد نه ورکوي، خراج نه پېشوي.د تخريب په ضد د مبارزې په لار کي اوس داسي ښکاري لکه  چي “تورې يو سړی وهي او خان دی بل سړی”.
د امريکې سيکرټري آف سټېټ هيلري کلنټن د ويکي ليکس دې leakages ته نه يوازي د امريکې په خارجه مفاداتو بلکې پر نړېواله ټولنه يرغل ويلی دی.
ګانګريس مېن فيټر کينګ ويلي چي دا پر امريکې د يو ملټري او فزيکل يرغل نه ډېر سخت يرغل دی.
سنېټر لئيبر مېن ويلي چي د ويکي ليکس د سټاف لاسونه په  ونيو لړلي دي ګويا يو ترهګر سټاف دی.
او………… موږ وايو…………. موږ ځپلي او ربړېدلي وايو، چي موږ ته ويکي ليکس هيڅ نقصان نه دی رسولی، موږ د نړېوالو سټرېټيجيو او د سياست د فراډي هوسونو شومه يو. ويکي ليکس به د استخباراتو په منځ کي شايد لږ  بد اعتمادي زېږولې وي، موږ له کلونو د بداعتماديو په دوزخ کي غرق يو.
ويکي ليکس نن وايي، چي د پاکستان داخل ټول د خارج په منشا دی، موږ شپېته کاله وړاندي په دې پوهېدو.
ويکي ليکس نن وايي، چي په پاکستان کي ټول طاقت د فوځ په ولقه کي دی او د پنجاب ټول انحصار پر فوځ دی. موږ له وختونو ويلي چي پاکستان پنجاب او پنجاب پاکستان دی.
د ويکي ليکس اسناد نن ښيي، چي د افغانستان د مسئلې بنياد په بهر کي توقيه کېږي، په دې هکله زموږ  د موقف دېرش کلن اسناد موجود دي.
موږ هم پوهېږو، تاسو هم او ويکي ليکس هم چي:
دنيا ته د جمهوريت او امن د انتقال دعوېداره امريکا په خپل ځان کي دننه څومره کرپشن ودان ساتي.
عرب هېوادونه په ظاهره اسلامي ورورولي غواړي، د پاکستان له واکمانانو سره د بهترينې ورورلۍ او يارۍ ورد کوي، خو په غياب کي پر ايران يرغل غواړي، د پاکستان واکمنان خوړجن او خيرن ګڼي.
سعودي الفېصل امريکې ته پېشکش کوي، چي په لبنان کي دي د فضايي او بحري فوځ په مرسته حزب الله تباه کړل شي.
د سعودي عرب په سړکونو مقدس رسومات دي، په زېر زميني کي شاهانه عياشۍ دي.
پاکستان ښکاره د فلسطين د آزادۍ پلوي، په پټه له اسرائيلو مرستې غواړي.
فضل الرحمان له کافرانو نه د ځان د وزارتِ اعظمی لپاره کومک غواړي.
د خپلې خودمختارۍ د دفاع په جذبه معمور پاکستاني سياست د خپلې هرې داخلي مسئلې د حل لپاره امريکا راننګوي. امريکې ته وايي، چي ستاسو خلاف بيان بازي زموږ مجبوري ده خو په نس کي به ياران يو.
فوځ، پنجابيان، مهاجر او سعودي عربيه زرداري په ايوانِ صدر کي ليدل نه غواړي.
د پاکستان ټول بهترين دوستان په پاکستان کي د جمهوريت په ځای د فوځ واکمنۍ ټينګې ليدل غواړي. ځکه چي په فوځي واکمنيو کي تل د دوستۍ حلوې مانډې د خوند وي.
د پنجاب حکومت د تخريبي عناصرو لپاره بېنک بېلنس ساتي.
خېرن لاسونه نور پټ پاتې نه دي، د ساينټفک جرنلزم په عصر کي د “راز” تحفظ ممکن نه دی، خېر په دې کي دی، چي د رازونو پر نوعيت په لومړي سر کي غور وشي. داسي رازونه بايد ايجاد نه شي، چي سبا يې سړی له داغ نه لمن نه شي مينځلی. د ويکي ليکس په اشاعتونو کي  افشا شوي داغدارې لمنې  له اولسونو سره په غداريو ډکي دي. په استخباراتي يارانو کي د طاقت د اصل سرچينې (عوام) د حقونو نيلام کېږي، په نړېواله کچه، په اشرافيه ماحول کي د بداخلاقيو او فحاشيو يو انډوخر لوېدلی دی، يوه غويمه  او غويمنډ جوړ  دی، ددې لپاره دی، چي عوامي شعور مايوس وساتل شي، د خلکو نه لارې ورکې کړل شي او بداعتمادۍ وخورول شي.  د سيميز سياست ټولې سټرېټيجۍ په دې پار دي، چي د “امېد” سرچينه وچه کړي، د اجتماعيت تصور مات کړي، د مبارزې جذبه ورکه کړي، د اولس دښمنان مضبوط کړي او د دفاع پر قوت يې د تومت تور لاسونه ومښول شي.
سياسي شعور داسي اندازې ته رسول غواړي، چي هر معيار يې په بهر کي واقع وي.  خو موږ ………… ، موږ  د خپلې ټولنې هر “کردار” په خپله پيژنو، پرديو ته يې د تعارف زحمت نه ورکوو.  موږ خپل يو تجزياتي مېزان لرو، موږ خپل “کردارونه” په پرديو کاڼو نه تلو، موږ خپلې سترګې لرو، د خپل چاپېريال مشاهده لرو، خپل دريځ او دليل لرو. پردي دي پر موږ د نېک نامۍ يا بدنامۍ “القابات” نه اچوي.
موږ د ويکي ليکس د معلوماتو د ملاتړ ننګه نه کوو بلکې ويکي ليکس تر ډېره حده زموږ د موقف تائيد کوي. د مظلوم او محکوم انسانيت موقف په خپل ځان کي د خورېدو جان او توان لري، هم عملي نتايج لاس ته راوړلی شي.
khanzamankakar.kakar@gmail.com