کور / سياسي / ايران په هر اتوساعاتو کی یوزندانی اعداموی

ايران په هر اتوساعاتو کی یوزندانی اعداموی

Politiken Onsdag d.19.1.2011
ستاسوتوجه پورته ورځپاڼی دلاندی مضمون ژباړنی ته راګرځوم


دنوی کال راوروسته په لږوخت کی دایران دولت (۴۷) تنه په دارځړولی دی . داشمیره ښیی چی په دارځړیدنه په ایران کی ډیره لوړه ځی .
دایران دولت نوی کال د(۴۷) انسانانوپه اعدام باندی پیل کړی. داشمیره انسانان یوازی دکال په لومړی (۱۹) ورځوکی دمرګ ګودال ته ټیل وهل شوی دی. دومره لوړه شمیره دانسان په مغزوکی وحشت اوډارپاروی. ددی شمیری څخه معلومیږی چی په هراتوساعتوکی یونفر ځړول شوی دی.
په ایران کی دبشردحقوقونړیواله اداره Ichri معلومات راکوی چی ددغی شمیری اعدامیانو لویه برخه دنشه توکوجرمونه یادشوی دی، یوازی دوه تنه یی سیاسی فعالین ګڼل شویدی.
ددغی شمیری څخه څرګندیږی چی داعدامیانوشمیره په سرسام اوره ډول لوړه ځی که په دغه ډول ټول کال دوام وکړی بیله شکه داعدام شوواشخاصوشمیره به دکال ترپایه (۱۰۰۰) تنوته جګه شی. دبشردحقوقودیادشوی سازمان یو کار کوونکی ( Aaron Rhodes ) د پولیټیکن ورځپاڼی ته داسی وویل: که دایران پخوانی وختونه داعدام په اړوند وڅیړو، زموږاندیښنی نورهمی ډیری زیاتیږی.
ایران تیرکال (۱۷۹) تنوته دمرګ سزاورکړه چی داشمیره دنفوس په پرتله ترټولو هیوادونو جګه ده. دبخښنی نړیوال سازمان وایی چی زیات اعدامونه په چین کی صورت نیسی ولی (۵) کاله مخکی چی اوسنی ولسمشر(محموداحمدی نژاد) واک ته رسیدلی دی، دچین په پرتله داعداموشمیره څلوره برابره شویده.
دایران دولت په ورستیووختونوکی هغه سبسایدی (مالی مرسته) چی ډوډی او بنزینوته ورکوله، د منځه وړی ده. دکوپنهاګن دپوهنتون فروفیسورClaus V. Pedersen چی دایران په موضوعاتوکی ځانګړی تجربه لری، وایی چی: «دسبسایدی په له منځه وړلوسره دموادو بیه ډیره جګه تللی ده نوپه دی دلیل زیات ایرانیان په غصه اوقهردی.»
نوموړی فرفیسورعلاوه کوی چی: «دااعدامونه ددی خاطره کیږی چی: دخلکو اعتراضونه خاموشه کړی. ولی داسی فکرکیږی چی دناراضیانوشمیره به لوړه وی، ځکه حکومت دخپل قهراوغضب چهره په اعدامونوباندی ښیی. ولی بایدو وایم چی داعتراضونوداورشعلی به جګیږی. مګرددغه اعتراضونوپه اړوند دقیق ارقام نه لرم.»
تیرکال دمحموداحمدنژاددټاکنوپه بهیرکی مخالفین (اپوزیشن) په ایران کی دناارمیو په بهانه ډیرسخت وټکول شوه. په اوس حال کی پولیسواونوروامنیتی ځواکونو ولس داوسپنی په قفس کی زندانی کړی دی یانی ولس ځنځیرپیچه شوی دی.
نوموړی فرفیسورداسی ادامه ورکوی:« کیدلای شی چی دایران په نوروسیموکی ناارامی شتون ولری، ولی په قصدی ډول یی دعامه توجه څخه لیری ساتی اوکه ناارامی ډیره زیاته شی په ډیروحشیانه ډول به یی سرکوبه کړی.
دبشردحقوقویادشوی کمیسون دمشهدزندان ته زیات پام کوی ځکه مشهددافغانستان سره سرحدلری، کوم چی افغانستان په نړی کی دتریاکوکښت په لوړه کچه لری. ایران تقریباً یومیلیون په نشه توکوروږدکسان لری اوزموږدمعلوماتوله مخی زیات زندانیان دنشه توکوپه جرمونومحکوم شوی دی چی ددغه زندان زیاتوبندیانوته دمرګ سزاورکړه شوی ده.
دبشردحقوقواداره علاوه کوی چی: «نوموړی زندان یوتړلی ځای دی چی همدا اوس (۶۰۰) تنه په مرګ محکوم دمرګ په انتظارکی شپی اوورځی سباکوی. داسی ښکاری چی دایران دولت دغه نفرډیرژردمخه لیری کوی نوځکه دخپلو دوسیوپه اړونددیودرستی دفاعی چانس محکومینوته نه ورکوی.»
دایران عدلی اوقضایی سیستم په لوړه کچه دامنیتی، څارګری اداری اودانقلابی ګاردترواک لاندی دی. دبشردحقوقومسوله علاوه کی چی دهغو(۵۰۰۰) تنو (لاریون کوونکو) مظاهره چیانودډلی څخه چی د(۲۰۰۹زکال) په ټاکنوکی برخه درلوده اوددوی څخه (۵۰۰) تنه زندان ته واچول شوه. تراوسه په زندان کی دی.»
داعدامونوخبرونه په داسی وخت کی ترلاسه کیږی چی دایران دولت لوړپوړی چارواکی ادعالری چی: موږد(۴۳) کلنی ښځی (سکینه محمدی اشتیانی) اعدام وځنډاوه، سره ددی چی نوموړی دمرګ په سزامحکومه شوی وه اوبایدځوړنده شوی وای. ولی داسی خطره شته چی نوموړی ښځه دبدلمنی په خاطرسنګسارهم شی.
نړیوال دنوموړی ښځی په اړوندډیری اندیښنی لری اوایرانی چارواکی هم ضداو نقیض معلوماتونه داړوندی موضوع په هکله ورکوی.
نوټ: هیوادوال خبردی چی ډیره موده کیږی دافغانی سیاستوالواوخلکوله لوری په ډاګه شوی ده چی دایران حکومت یوه لویه شمیره افغانان بیله دی چی دیوعادلانه محکمی زمینه ورته برابره کړی، په دارځړوی. داسی ادعاکیدله چی داشمیره د اټکل له مخی (۳۰۰۰) تنوته رسیږی. ولی دافغانستان دبهرنیوچارووزارت د ایرانی مقاماتوداطلاعاتوپربنسټ داشمیره مبالغه ګڼی. دادی اوس دایرانی واکدارانوغیری عادلانه کړنی په نړیواله کچه بربنډیږی. داکره معلومات چی دافغانستان سرحدته نژدی دمشهدپه ښارکی (۶۰۰) تنه دمرګ انتظارباسی اوکیدای شی یولویه شمیره یی افغانان وی. ولی ترهمدغه ګړی دایران دولت تیارنه دی چی په رسمی ډول افغانی لوری ته دمحکومینواوټولوافغانی زندانیانولست په واک کی ورکړی. اوس نوترلمرسپینه ده چی داکړنی قصدی اودبی پروایی په وجه کوی، ځکه هغه لاریون کوونکی چی دایران پرضدپاڅیدلی وی دایران سفیرپه ډیره سپین سترګی غوښتنه کوله چی هغه بایدمحکوم شی. اویوشمیردتیلوټانکرونه یی معطل کړی وه. ولی ایران داسی بربنډه لاس وهنه دافغانستان په چاروکی لری؟ ولی دافغانستان دبهرنیوچارودمکرری غوښتنی سره دزندانیانولست نه ورکوی اوبی پروادی؟غواړم ځنی اساسی علتونه یی راوسپړم:
۱ – په خواشینی سره بایدووایم چی یوشمیرافغانی واکداران په مستقیم اویاغیری مستقیم ډول دایران ګټی دخپل هیوادترګټوقربانی کوی اودایرانی څارګرواداروسره ټینګی اړیکی لری.
۲ – دډیری خواشینی ځای دی چی دهیوادولسمشردخپل دفترونودسمبالښت لپاره نقده ډالرونه په شخصی ډول دایران څخه اخلی. په دی نړی کی هیڅوک په رایګان ډول تیارنه دی چی چاته پیسی ورکړی. زه نه پوهیږم چی داکومه دیپلوماسی ده چی دبهرنیوهیوادونوڅخه پیسی په شخصی ډول اشخاصواوافرادوته ورکول کیږی. که دولت موجودوی هرڅه بایددمالیی وزارت اویانورواړوندومالی ادارودلاری په ښکاره هیوادته راشی. داناخوالی هم دجګړی زیږنده دی.
۳ – دجهادپه دوران کی اوسنی واکدارانودنړی دبیلابیلوڅاروګرواداروسره اړیکی درلودی چی دااغیزه تراوسه په زیاته کچه دوام لری.
۴ – په اوسنی افغانستان کی بیلابیل هیوادونه شتون لری اوهرهیوادخپل ملی منافع په افغانستان کی لټوی، داچی پاکستان اوایران دجهادپه زمانه کی دافغانستان په معضله کی ډیرښکیل وه، نوځکه دلاس وهنی لپاره زیاتی زمینی اواړیکی لری. دایران اړیکه د ولسمشرتردفترونواونغده پیسوترورکړی ورسیده. نوځکه دافغانانوپه مقابل کی په بی پروایی اوبی اعتنایی کړنه کوی. 
ددغه ټولوناخوالودحل کیلی یوازی داده چی افغانان دافغان ترنامه لاندی په هرکلی، قوم، ژبه اوسیمه پوری چی اړه ولری، سره یوموټی شی.
دازاداوسرلوړی افغانستان دجوړیدنی په هیله