کور / تازه خبرونه / په سالنګونو کې د واورې اورښت پيل شو

په سالنګونو کې د واورې اورښت پيل شو

په شمالي اوجنوبي سالنګونوکې دواورې اورښت پيل شوى دى .
دفوائدعامې وزارت مرستيال وايي په جنوبي سالنګ کې تراوسه دپنځه نوي سانتي مترو او په شمالي سالنګ له پنځه شپيته سانتي مترو ډيره واروه وريدلي ده .
نوموړي په دغه لاره له تلوونکو موټر چلوونکو اومسافرينوڅخه غوښتنه وکړه چې دسفر پرمهال دي دموټرو چاينونه وتړي اوژمني ګرم لباسونه واغوندي .
دفوائدعامي وزارت په وينا دلارې دبنديدو دمخنيوي په موخه دمګړۍ دسالنګ لاره دوړو موټرو پرمخ خلاصه ده خو لويو موټرونو ته له شمالي سالنګ څخه جنوبي سالنګ ته دتګ اجازه ورکول کيږي .