کور / سياسي / د روسیې لوری ته دافغانستان دسیاسي ادارې انعطاف

د روسیې لوری ته دافغانستان دسیاسي ادارې انعطاف

(عوامل او لاملونه )


 په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د سقوط سره سم د لویدیځ د سیاسي ادارې سره دا باور او یقین پیدا شو ، چې ګواکې افغانستان نور په بشپړه توګه د دوی په واک او اختیار کې لویږي ، او هلته داسې کوم سیمه ایز یا داخلي نظامي او سیاسی قدرت نشته چې د دوی په وړاندې ګواښ رامنځ ته کړي ، آن تر دې چې هغه سیاسي ډلې چې دروسانو سره ئې اړیکې ، ارتباطات او ګډ مصلحتونه درلودل هم د لویدیځ  سره همغږې شوې دي ، او د افغانستان لپاره ئې غربي دیموکراسۍ غواړي .  او د دې لپاره ئې د لویدیځ لمن ونیوله ، تر څو د خپل سیاسي رقیبانو څخه خپل انتقام واخلي او د افغانستان سیاسي زعامت ته لاره پیدا کړي ، نوځکه ئې د روسانو دوفاداریۍ سره سره د لویدیځ د دیموکراسۍ شعارونه هم پورته کړ ، او لویدیځ ته ئې ځانونه د تروریزم او سختدریځۍ قربانیان هم معرفي کړل ،  د لویدیځ حمایت ئې هم په دې ډول تر لاسه کړ .  کوم مهال چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د سیاسی زعامت د ټاکلو په سره د لویدیځ او د روس پلوه ډلو تر منځ خبرې کارته پورنه شوې او بحث وشو، د لویدیځ سره دا احساس او قناعت پیدا شو چې له دې سیاسی ډلو پرته چې روسانو او هند ته تر امریکا او لویدیځ وړاندې وفادرې دي ، بل بدیل نه شته ، نو د نظامی مرستې دپاس په اساس ئې د دوی غوښتنو ته غاړه کیښوده ، او د امریکا او لویدیځ پلوه څو شخصیتونو سره ئې د افغانستان د سیاسی زعامت ډیره برخه د دوی  په  تصرف کې کیښوده . دا روس پلوه سیاسی ډلې تر هغو شخصیتونو ډیرې پیاوړې وي ، چې لویدیځ د افغانستان دسیاسي زعامت لپاره ټاکلي وو ،  ځکه چې منظمې نظامی ملیشې او قوتونه ئې درلودل ، حال دا چې د لویدیځ له لوری غوره شویو شخصیتونو دا راز نظامي  پشتوانه  په افغانستان کې نه درلوده ، نو ځکه د دغو ډلو له لوری ورو ورو په خپله سیاسی اراده کې یرغمل شول .  نو د افغانستان سیاسی پریکړې او سیاسی بهیر په هغه لوری روان شو کوم چې روسیې ، هند او ایران غوښتل چې پرې روان شي ، د هند ، روسیه او ایران  سیاسی او اقتصادی مصلحتونه په افغانستان کې تر لویدیځ ډیر خوندي دي، هغه ډلې چې د پاکستان سیاسی او اقتصادی مصلحتونه ئې په افغانستان کې ساتل او د روس پلوه سیاسي ډلو په وړاندې جنګیدل د ترویزم په تور تورن شول ،او دسیاسي صحنې څخه ګوښه شول ، حال دا چې روسیې او هند د تروریزم د ځپلو ترشعارلاندې خپلې سیاسی ډلې په افغانستان کې ښې تقویه کړی . او دافغانستان په سیاسی ډګر کې داسې په قوت مطرح شوې ،چې د لویدیځ نه راغلی سیاسی شخصیتونه ئې په خپلو پریکړو کې دخپلو مصلحتونو لپاره یرغمل کړل .


په افغانستان کې هغه سیاسي قوتونه چې په اصل کې د ختیځ استعماري بلاک ته وفادار دي ، او ورسره ګډ مصلحتونه لري . او هغه سیاسي قوت چې دچین سوسیال دیموکرات بهیر ته چې په ټول متانت او پیاوړتیا سره ئې په اقتصادي ډګر کې سر راپورته کړی دي ، او د نړۍ د خونخوارو استثمار ګرانو بازار ئې د ګواښ سره مخ کړی دی ،  ته وفادار دی  ، د څو عواملو په اساس د افغانستان په سیاسي برخلیک کې تر هر چا او تر هر بل سیاسي قوت ډیر مطرح شوي دي ، او د افغانستان سیاسي پریکړې او پیښې د خپل سیاسي مصلحت پر بنا څرخوي ، چې دا عوامل په لاندې ډول توضیح کولی شو :


۱ ـ که څه هم چې د لومړي عامل نه مو په پیل کې یادونه وکړه ، خو بیا به  ئې هم تفصیل په لنډه توګه داسې راواخلو : کوم مهال چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د سیاسی زعامت د برخلیک د ټاکلو په سر فیصله کیدله ، نو د لویدیځ  په وړاندې د روس پلوه ډلو څخه پرته بل بدیل موجود نه ؤ چې په نظامي کچه د دوی اعتماد وساتلي شي ، د لویدیځ سره دا احساس پیدا شو چې له دې سیاسی ډلو پرته چې روسانو او هند ته تر امریکا او لویدیځ وړاندې وفادرې دي ، بل بدیل نه شته ، نو دهغې نظامی مرستې دپاس په اساس چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د سقوط لامل شوه ئې د دوي غوښتنو ته غاړه کیښوده ، او د امریکا او لویدیځ پلوه څو شخصیتونو سره ئې د افغانستان د سیاسی زعامت ډیره برخه د دوی  په  تصرف کې کیښوده . دا روس پلوه سیاسی ډلې تر هغو شخصیتونو ډیرې پیاوړې وي ، چې لویدیځ د افغانستان دسیاسي زعامت لپاره ټاکلي وو ،  ځکه چې منظمې نظامی ملیشې او قوتونه ئې درلودل ، حال دا چې د لویدیځ له لوری غوره شویو شخصیتونو دا راز نظامي  پشتوانه  په افغانستان کې نه درلوده ، نو ځکه د دغو ډلو له لوری ورو ورو په خپله سیاسی اراده کې یرغمل شول ، او دافغانستان ډیری سیاسي پریکړې د دغو ډلو د مصلحت په اساس تر سره کیدې ، نه هم د لویدیځ د مصلحت په اساس .


۲ـ دوهم عامل چې نور هم د دغو ډلو د سیاسي پیاوړتیا او قوت لامل شو ، هغه په امریکا کې د هغې ادارې بدلون ؤ چې د لویدیځ نه د راغلیو شخصیتونوڅخه ئې په افغانستان کې حمایت کاوه ، د امریکا نوې سیاسی ادارې د باراک اوباما په مشرۍ د دغو شخصیتونوڅخه حمایت په افغانستان کې پریښود ، او د دوی تر منځ عدم انسجام هم دا له لویدیځ راغلي شخصیتونه دې ته وهڅول تر څو د روس پلوه سیاسي قوتونو په لور خپل سیاسي انحدار پیل کړي ، او خپلې سیاسي واکمنۍ  ته په افغانستان کې د لویدیځ د حمایت پر ځای د روس پلوه سیاسي قوتونو په مټو ادامه ورکړي ، نو لدې ځایه هم د افغانستان ډیرې سیاسي پریکړې د ختیځ دشکست خوړي استعماري بلاک په ګټه کیږي ، او دا هم ډیره روښانه وه چې  د افغانستان په سیاسي واکمنۍ کې د لویدیځ څخه د راغلیو شخصیتونو پاتې کیدل د دوهم پړاو لپاره هم د روس پلوه سیاسي ډلو په مټو تحقق وموند ، او له دې کبله ډیر دا راز سیاسي قوتونه او شخصیتونه نن د دغه حکومت په چاپیریال کې مطرح دي ، او د افغانستان  اکثریت سیاسي او اقتصادي پریکړې د دوی په مصلحت تمامیږي .


۳ ـ دریم عامل  هغه استراتیژیک فشارونه دي ، چې روسیه ئې د امریکا او ناتو ځواکونو په وړاندې په سیمه کې راولاړوي ، چې تحدیدا د اکمالاتي لارو مساله ده ، ټولې یا اکثریت هغه لارې چې د ناتو او امریکاځواکونه په افغانستان کې پرې خپل جنګي او لوژستیکي اکمالات کولای شي ، هغه د روسیې په واک کې دي ، پرته له یوې لارې چې هغه ډیره ستونزمنه او مدام د مخالفینو تر برید لاندې وي ، هغه لاره چې د خیبر دره نومیږي او د پاکستان له لارې ترې استفاده ممکنه ده ، خو څرنګه چې دا لاره ډیره ستونزمنه ده ، نو دامریکا او ناتو ځواکونه د اکمالاتي لارو لپاره روسیه ته اړ دي ، او روسیې د دغې فشار له لارې د ناتو او امریکا څخه ډیرې سیمه ایزې او نورې ګټې تر لاسه کوي ، چې یوه اساسي ګټه ئې په افغانستان کې د دوی سیاسی لاسپوڅي قوتونه په واک کې شریکول دي . کوم مهال چې د امریکا او روسیې تر منځ په دغو اکمالاتي لیارو کړکیچ ډیر او ژور شو ، نو امریکایانواو د ناتو ځواکونو د یوه نظامي تکتیک په څیر د طالبانو جنګیالیو ته لاره ورکړه او یا ئې و هڅول چې د افغانستان شمال ته سرایت وکړي ، او فعلا هم داسې وشول ، روسیې او د افغانستان شمال ته پرتو هیوادونو ته د یوه ګواښ په څیر طالبان د افغانستان شمال ته ولیږدول شول ، او هغه مهال د روسیې او د افغانستان په شمال کې د پرتو هیوادونو دریځونه  د دغې مسالې په هکله ډیر پریکنده او غوڅ وو .


څلورم عامل چې نور هم د دغو ډلو د سیاسي پیاوړتیا او قوت لامل شو ، هغه د افغانستان په جنوب کې دسیاسي زعامت او وحدت نشتوالی دی ، او د دې تر څنګ نړیوالې ټولنې ته د هغو کسانو له خوا چې د اقتدار په هوس مبتلا وو ، دا تصور تلقین شو ، چې ګواکي د افغانستان جنوب د تروریزم او ترهګرۍ ځاله ده ، او شمال د ترهګري او تروریزم قرباني دی ، نژادي او لساني اختلافاتو ته لمن ووهل شوله ، ځینو مغرضو شخصیتونو د دې لپاره چې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې مطرح وي ، د یوې سیمې خلک ئې د دغه ناوړه او اسلام ضد شعارونو په اساس  د بلې سیمې پر ضد راوپارول ، او د خلکو تر منځ ئې د دښمنۍ او عداوت اور بل کړ . نو لدې ځایه د افغانستان جنوب د اشغالګرو ځواکونو تر وحشي هجوم لاندې و نیول شو او د اتو کالونو په اوږدو کې د افغانستان په جنوب د هر ډول پرمختګ او ترقۍ بهیر شنډ شو ، تعلمی موسسې په ټپه ولاړې دی ، امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابیږي ، د خلکو ژوند هر ګړۍ د ګواښ او تهدید سره مخ دی ، د یوه منظم پلان په اساس د دې سیمې مخه ور او مشران وژل کیږي ، هغه ټولنیز بنسټونه او جوړښتونه چې د سیمې د کړکیچونو د اوارولو لپاره مؤثر وو ، له منځ یوړل شول ، حال دا چې د افغانستان په شمال کې تعلمي بهیر په ډیر زور سره مخ په وړاندې روان دی ، د هیواد لپاره اکثریت تعلیمي بورسونه او زمینې د دوی په واک کې دي ، او دا هم ښکاره ده چې د یوه هیواد سیاسي او اقتصادي برخلیک هغه څوک په لاس کې اخلي ، چې تعلیمي سویه او زده کړه ولري ، لوړ تعلیمي سند ئې تر لاسه کړي وي ، او هغه څوک چې د علم او دانش په ډګر کې وروسته پاتې وي ، هغه به د ژوند په ډګرونو کې هم وروسته پاتې او نورو ته محتاج وي . دا جوته ده چې که د افغانستان په جنوب او په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمه کې دا حالت روان ؤ ، نو به دا سیمه خپل وقار او مقام حتما له لاسه ورکړي .  


 په افغانستان کې د اوسنیوسیاسي پیښو بهیر په روښانه پدې دلالت کوي ، چې افغانستان یو ځل بیا د روسانو زاړه او بربري استعمار ته سپارل کیږي ، خو دا ځل به کیدای شي د یوې سیاسي جوړ جاړي په پایله کې لویدیځ دې ته حاضر شوی وي ، چې افغانستان بیرته روسانو او دختیځ سیمه ایز استعمار ( روسه او چین ) ته بریږدي ، تر څو په افغانستان کې د یوه اسلامی حکومت د را منځ ته کیدو مخه نیول شوی وي ، او افغانستان نړیوال استعمار ته ګواښ نه وي ،  که څه هم چې لویدیځ دا نه انګیرله چې په افغانستان کې به  له داسې ورځې سره مخ کیږي چې د آبرمندانه وتلو لاره به ئې د روسانو د مرستې څخه پرته  ممکنه نه وي ، خو په حقیقت کې د لویدیځ استعماري قوتونه غواړي چې د افغانستان له ګرداب څخه د روسانو په مرسته ووځي ، او افغانستان بیرته روسانو ته وسپاري ، په ځانګړې توګه د ناتو ځواکونه غواړي افغانستان پریږدي .


د افغانستان له شمال څخه د طالبانو د په شاکیدلو حرکت هم  د پام وړ دی او کیدای شي د دغه سیاسي تفاهم یوه برخه وي چې د افغانستان په سر دلویدیځ او روسانو تر منځ شوی وي ، او د افغانستان د سیاسي ادارې انحداریا انعطاف د روسانو په لورهم په دي دلالت کوي چې لویدیځ له دغې ادارې لاس اخلي او روسانو ته ئې سپاري . دا په داسې حال کې چې که لویديخ په افغانستان کې په لنډه موده کې بل بدیل سیاسی قوت پیدا نه کړي ، چې ښایی په پلټنه کې ئې وي .