کور / سياسي / د وسله وال پوځ جوړښت

د وسله وال پوځ جوړښت

دافغانستان دوسله وال پوځ جوړښت یو اساسی رکن دی چی دهر ولسمشر له پاره دملی او وطنی او بل اخره اسلامی دندی د پوره
کیدو له پاره یو ملی ارمان بلل کیږی ، دافغانستان وسله وال پوځ دنواز شریف دفرمان له مخی اودهغو په خواهش دمجاهد صاحبانو له خوانه تجزیه ، ټوټه ، ټو ټه شوو دمجاهدینو دوسلو سره یو ځای دافغانستان وسله وال پوځ دومره سلاح او مهمات درلودل چی دپنجابی او ایرانی سره په جنګ کی دلسو کالو له پاره بس وو خو په ډیر تاسف چی یوه دمجاهد رهبر او یا مشر ونه شوای کولای زموږ دغه ملی سرمایه وساتی او خپل وسله وال پوځ ورباندی مسلح او مجهز کا، له همدی خاطره دمجاهدینو دراتګ سره څو غټی اشتباهګانی واقع شوی او هغه عبارت وی له


هغه وسلی اومهمات ، او تخنیک چی روسی ساخت وو باید مکمل ساتل شوی او ښه ساتنه ورنه شوی وای ، او نن به موږ مجبور نه وو چی بیرته مخ روسانو ته ور واړوو او ورنه دوسلو داخیستو غوښتنه وکړو ، خو هیڅ کله زموږ مجاهدینو ورونو دراتلونکی غوړیدلی افغانستان له پاره هیڅ کومه توقع، ستراتیژیکه برنامه او ارزو نه درلودله ، زموږ وسله وال پوځ لکه چی دتاریخ په اږدو کی دمکلفیت ( اجباری ) دوه کلنی دوری تیرول دافغانستان دملی ارزشونو څخه ساتنه او ډیره اصولی منطقی لاره وه ځکه دهر افغان ملی – وطنی – اسلامی دنده وه چی دخپلی مور ګویا افغانستان دحدودو څخه ساتنه یوه وجیبه وه او نن هم دا وجیبه باید په هماغه اصولو ولاړه وی او هر ځوان چی ۱۹ کاله پوره کوی د دوو کالو عسکری مکلفیت دوری پاک مقدس خدمت ته بیدون دکوم امتیازه او معافیته ولو که دقهرمان سړی او قهرمان قوم او یا مجاهد قوم دجملی څخه هم وی باید عسکری دوه کلنه دوره تیره کړی داسی ونه شی چی بیا د پکتیا دخلکو زامن دعسکری نه معاف شی ، هر څوک په داوطلبانه توګه حاضر شی او دخپلو خلکو ، دخلکو دامنیتی وضعی ، دخلکو دهوساینی ، دخلکو دشتمنیو او دافغانستان دملی استقلال او دخاور دبشپړتیا نه په افغانی ملی روحیه ساتنه وکړی لکه نور هیوادونه چی دا کارونه کوی ، دافغانستان له پاره اجیر او مزدور وسله وال پوځ هیڅ کله په درد نه خوری او نه یی خوړلی دی دلاندی څو دلایلو په اساس


څوک چی پیسی لری هغه به همیشه خپل عیش او نوش کوی او نوکران به یی نور کسان وی ، خو کله چی ورباندی دکوم چا له خوانه تجاوز او یا تیری وشی څوک یی ساتنه کوی ، څوکیی خدمت کوی


که هر سری دوه کلنه دمکلفیت دوره تیره کړی نو به هرو مرو په بده ورځ بل سړی چی دمکلفیت دوره تیروی هغه به همیشه دهر وطن وال په خدمت کی وی او
، نسبت یو بل ته توپیر نه لری


دمکلفیت دوری تیرول هر سړی دملی خپلواکی – ارضی تمامیت – استقلال – ازادی – دیموکراسی – ترقی -او نر اوښځو مساوی حقوقو یو والی ته هوډمن او دمکلفیت لرونکی بولی ، که څوک یی نه تیروی معنی یی داده چی میم زور ما ټول دما ، په خلکو چی هر څه کیږی په ما یی غرض نشته ؟؟


دمکلفیت دوره دفقیر ، خوار افغانستان له پاره ډیره مقدسه او ملی دنده ده ځکه موږ نن دپردیو پیسو پواسطه سربازان روزو ، که سبا ته دغه پیسی نه وی موږ به څه کووکه ، موږ ه پیسی هم ولرو اول باید خپله په خوانی عنعنه هیره نه کړو او بل داچی دغه بی ځایه مصارف چی هیف او میل کیږی په نورو پروژو مصرف کړواو بیکاری ختمه
کړو او د امریکا دنوی کلونیالیزم نه ځانونه خلاص کړو ؟


دافغانستان وسله وال پوځ نن خلع سلاح دی او یوه وزیر ، یوه وکیل او یوه سناتور د حامد کرزی حکومت او وزیران انتقاد نه کړل چی زموږ تعریف د همسایه ګانو په منځ کی چی اتومی وسلی لری څه ډول دی ، موږ څه ډول موقیعیت لرو ، موږ باید معادل د پاکستان ، ایران او نورو همسایه ګانو غونته وسلی او محاربوی تخنیک ولرو او که نه نو موږ به همیشه لکه همدا نن دپنجابی او ایرانی دلاس اله او وسیله وو( پوتین وایی
چیرته چی زور وی هلته منطق په کار نه دی .