کور / شعر / غزل

غزل

د خدای پامان در څخه ځم ما ده تړلی کډه
ستا له کوڅی نه می پخوا لا ده ایستلی کډه

د انتظار له کلی ځمه د سلګو کلی ته
…د ما یوسی پر اوښه وړم په غم لړلی کډه

د پښیمانی په تړمو اوښکوګریوان مه لندوه
تر جګو غرونومی جانا نه اړولی کډه

د ژوند له سترګو د خوښی خوبونه وکوچیدل
هره لحظه می په سلګوده ژړولی کډه

زه می د پیغلوارزوګانو قاتل خپله یمه
ستا د جفا پر دښت می تږی درولی کډه

چا راته غیږده محبت (همدرده)خلاسه نکړه
د ډیره وخته می پر سر ده ګرزولی کډه