کور / سياسي / د ټاکنو قانون د پښتنو په زیان تمام شو

د ټاکنو قانون د پښتنو په زیان تمام شو

افغانستان د ټولو آفغانانو مشترک کور دی .  پښتانه ، تاجک ،هزاره ، اوزبک  ، ترکمن او نور میشت قومونه ټول افغانان دي.  پښتانه  د ټولو وروڼو قومونو په پرتله  د هیواد د نفوس اکثریت تشکیلوي خو له بده مرغه په وروستیو پارلماني ټاکنو کښې یې هغومره څوکۍ چې دوي یې مستحق دي تر لاسه نه کړې. داچې ولې پښتنو ونه شو کړای په پارلمان کې کافي څوکۍ ترلاسه کړي څو علتونه لري.
لومړی داچې د پښتنو په سیمو کښې امنیتي ستونزي وې نو ځکه پښتنو ونه شوکړای په ټاکنو کې پوره برخه واخلي . د پښتنو میرمنوهم د نورو قومونو د میرمنو په پرتله په ټاکنو کښې فعاله برخه وانه خستله . دریمه او اساسي خبره داده چې په ټاکنو کښې په پراخه کچه درغلي وشوه.
اوس به پورتني علتونه وڅیړو او دا به څرګنده کړو چې ملامتي د چا په غاړه ده.
د امنیت د نه شتون پړه  د افغان دولت  او بین المللي ټولنې چې قواوې یې په افغانستان کښې په جکړه  بوختې دی ، په غاړه ده . که دوي  د امنیت ستونزه حل کړې وای نو د پښتنو په سیمو کښې به خلکو په انتخاباتو کښې برخه اخستې وې . د پښتنو میرمنو ته به هم موقع په لاس ورغلې وې چې په فعال ډول  خپلې رایې ورکړي.
اصلي خبره داده چې سیستم سم نه دی ، که سیستم سم وې نو دا ستونزې منځ ته نه راتلې. دا یو عمدي او قصدي کار دی او دا یوه دسیسه او توطئه ده چې پښتانه ونه شي کړای په پارلمان کښې د خپل استحقاق برابر استازي ولري.
له بلې خوا دا هم یو واقعیت دی چې پښتنانه پخپله هم پړ او مقصر دي ، که دوي د یو سم پلان له مخې په ټاکنو کښې برخه اخیستې وې نو نن به دا حال نه ؤ ، دپښتنو تر منځ د تفاهم نه  شتون ، د اتفاق او اتحاد نشتوالی ددې سبب شو چې په پارلمان کښې په کافي اندازه  ونډه ونلري. د پښتنو د پاره دا یو لوی تاریخي درس کیدای شي . دوي اوس سرونه  ټکوي چې ولې ونه توانیدل په ولسي جرګه کې لازمې څوکۍ تر لاسه کړي . دوي ته په کار وه چې د ټاکنو نه یې د مخه دې ټکي ته توجه کړې وې، اوس سر ټکونه څه ګټه نه لري.
 څه باید وشي ؟ دا یوه اساسي پوښتنه ده.
د ټاکنو قانون د پښتنو په زیان تمام شو. په دې قانون کښې باید اساسي تغیرات راشي.  په غزني ولایت کښې پښتانه ډیر نفوس لري ، شا او خوا ۷۰٪ پښتانه دي خو له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته یو پښتون هم نه دې راغلې بلکې ټول دولس کسان په هزاره قوم پورې اړه لري. ددې د پاره چې انصاف وشي او عدالت برقرار او ټینګ شي نو ښایي چې د ټاکنو په قانون کې بدلون راشي او هغه اصلاح شي.
یو بل  څه چې باید یادونه یې وشي هغه دا چې د ولسي جرګې وروستۍ ټآکنې په تلوار تر سره شوې ، سم چمتوالی ورته  نیول شوی نه و او وخت هم ډیر لږ ؤ . له بلی خوا خلکو ته د ټاکنو په اړه سمه پوهاوي نه وه ورکړ شوې.همداشان په ټاکنو کښې بهرنیانو مداخله وکړه. بله مهه خبره داده چې د ټاکنو د کمسیون د رئیس په ټاکنه کښې هم ستره تیر وتنه وشوه ، ښاغلی معنوي یو متنازع شخص  دی نو ځکه  ددې  حساس او مهم مقام لپاره مناسب او وړ شخص نه ؤ.
پورتني  لامولونو د ټاکنو په نتائجو  منفي اثر وکړ او په هیواد کې یې یو سیاسي بحران  منځ ته راوړ.  کومه ولسي جرګه چې  منځ ته راغله ،  هغه  له لانجواو ناندریو ډکه او په اصطلاح د هلکانو ولسي جرګه ده.
په ولسمشر حامد کرزي باندې د ځینو حلقو او بهرنیانو له خوا فشار راوستل شو چې د ناندریو نه ډک پارلمان پرانیزي . ولسمشر دا کار وکړ خو اوس مونږ کورو چې دیارلسمه ورځ ده او  د ملت دا نمایشي او فرمایشي استازی په دې نه توانیږي چې ځانته رئیس  وټاکي.
په ټاکنو کې د درغلیو او د معترضو نوماندانو د اعتراضونو په   خاطر ، ولسمشر له سترې محکمې وغوښتل چې په ټاکنو  کښې د  درغلیو د څیړلو  په موخه  یو ځانګړې محکمه جوړه او دټاکنو دوسیې وڅیړي.  دا محکمه جوړه شوه او لکیا ده خپل کار ته ادامه ورکوي.
د افغان ملت چارې څاري او انتظار باسي چې ولسي جرګه به لا څه نورې نوې  لوبې او مسخرې کوي  او ځانګړې محکمه به څه اقدامات کوي. 
په ولسي جرګه کښې وکیلان په ډلو ډلو ویشل شوي دي. هر ه ډله د خپلو شخصي او سیاسي منافعو په خاطر معاملې کوي او دې ته پام نه کوي چې ملت له دوي څخه څه تمې او توقعات لري.
اجرائیه ، مقننه او قضائیه درې قوې د دولت د عمارت درې ستنې دي ، یوه ستنه که کمزورې وي یا لویدلې وي نو عمارت ورسره نړیږي. زمونږ ددولت دا درې واړه ستنې کمزورې او د کار نه دي. ددولت عمارت نړیدلې ، ځښتې  یې   پر ځمکه پرتې دي.
ډیر وخت او ډیر کار ته ضرورت دی چې  له دې  خښټو نه د دولت دعمارت  ستنې بیرته جوړې او په متانت ودریږي.
ددې ستنو درول په اتفاق ، اتحاد او وحدت  سره امکان لري ، ددې ستنو درول  د وطن دوستۍ  له احساس سره امکان لري ، ددې ستنو درول  په زړونو کې د ورورۍ له جذبې سره امکان لري.  ددې ستنو درول د قومونو تر منځ د سولې او روغې جوړې او سلا مشورې له لارې امکان لري.
خوشحال بابا وایي:
نوراني کا هغه ځای چې سره کیني
دیرینه څلوریاران په مشورت
د لمانځه تر قضا ګرانه دا قضا ده
چه قضا شي د څلورو مصلحت
دا ټولې خبرې د پوهانو او د فکر د خاوندانو پورې اړه لري چې کولای شي عملی يې کړي ، دا د هلکانو او نا پوهانو کار نه دی . په پښتو کې یو متل دی چې هلک دې ملک شو ، نو کلی دې ورک شو.
په درنښت