کور / تازه خبرونه / پاکستان: د ايتلافي حکومت څو وزيرانو استعفاوي وکړې

پاکستان: د ايتلافي حکومت څو وزيرانو استعفاوي وکړې

دپاکستان دفدارل کابيني څخه دخلکو ګوند ايتلافي وزيرانو استعفا ورکړه .
ددغه هيواد لومړي وزير يوسف رضاګيلاني دوزيرانو کړني وستايلي او زياته يې کړه چې وزيرانو اتياسلنه په خپلو کړنوکې بريالي و.
دپاکستان لومړي وزير وويل وزيرانو دهيواد دسياسي اوټولنيز وضيعت دښه کولو لپاره زياتي هڅي اوښې پريکړي نيولي وي .
ويل کيږي وزيرانو خپلي استعفاګانې وړاندي کړي او ټاکل شوي چې نوي کابينه به دنږدي څلويښت وزيرانولخوا جوړه شي .
دپاکستان حکومت پريکړه کړي چې يوشمير وزارتونه سره يوځاى کړي اونوي څيري ورته وګماري .
په همدي حال کې دپاکستان دمسلم ليک ګوند ويلي چې حکومت بايد دنوي کابينه په جوړولو کې ځنډ ونه کړي .
تردامهال دا چې دکومو وزارتونو وزيرانوخپلي استغفاګاني وړاندي کړي څه نه دي ويل شوي .
په ورته وخت کې بيا يوشمير ګوندونو ويلي چې دحکومت په راتلوونکي کابينه کې به ونډه وانه خلي .
ديادونې وړده دنوي کابيني دجوړيدو پرسر ولسمشراصف علي زرداري ديوشمير سياسي مشرانو سره ناستي اوتليفوني خبري اتري کړي دي .