کور / تازه خبرونه / د کندوز امنيت ښه شوى دى

د کندوز امنيت ښه شوى دى

کندوز ولايت په شمال کې په يو پور امنه ولايت بدل شوى دى.
دکندوز ولايت والي وايي په دغه ولايت کې چاڼيز عمليات او له دغه عملياتوسره دخلکو ملاتړ ددي لامل شوى چې په کندوز ولايت کې امنيتي حالات ښه شي .
نوموړى زياتوي له ولسمشرحامدکرزى څخه يې غوښتي ترڅو په اړونده اداره فشار راوړي ترڅو په دغه ولايت کې پراختيايي اودبيارغاونې کارونه ګړندي شي .
دکندوز والي داموسيند داوبو دزياتيدو له امله دلسګونه جريبه کرڼيزي ځمکي تراوبولاندي کيدو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه .
په همدي حال کې دکندوز ولايت امنيه قومندان وايي اوس مهال په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو يوه پنځه کسيزيه ډله هم شتون نه لري .
نوموړي زياته کړه په دشتي ارچي ولسوالۍ کې ديوې ښځي اوسړي دسنګسارکيدو دعاملينو دنيولو لپاره هڅي رواني دي اوډير ژربه يې عاملين ونيسي .
په همدي حال کې دکندوز دولايتي شورا ريئس له وسله والو طالبانو څخه دپاکوشويوسيمو دساتلو غوښتونه کوي .