کور / شعر / دوه غزلونه

دوه غزلونه

اوس مــــې هير کړى دى هغه ستر ګو ليدلاي جانان
هغه چى زړه ته مي له هر چا وومنلــــــــــــــى جانان
نور يي په سترګو کى څيره په زړه کـــي يا د نه ساتم
نورمى دمينى له جهانه دى وتلـــــــــــــــــــــــى جانان
وجوده نه سوزي لمبې اولوګـــــــــــۍ نه کوي نه کوى
ستا له کعبې نه مي منډه دى ويستلــــــــــــــــــى جانان
لاسونه خلاص تــــــــــــــــوره تېره رقيب په سرتړلي
نور راته نه شي لا دآه قــــــــــــــــــــــــدر کولى جانان
عالمه اوس انقلابي هســــــــــــــــــى ميــن نه دى چې
يوتر ى لاس واخلي اودى بل نه شــــــي موندلاى جانان

بل غزل

زما دمينې هيلۍ لا ړله سيــــــــــــــــــــــندونو يوړه
غوټۍ دهيلو مي نا ترسه خــــــــــــــــــــزانونو يوړه
څانګه مې قاته دځوا نـــــــــــــۍ شوه درقيب له لاسه
شيمه دزړه مې نيمه يار نـــــــــــــــــيمه غمونو يوړه
زما کاوون کې دکوپړۍ مــــــــــــــــاغزه دواورو اوسي
دعقل برخه يي دعشق څــــــــــــــــــــــــو خيالونو يوړه
ځنګله دزړه کي مې بند کـــــــــړي دي دغرونو زمريان
دآزادۍ چيغه يې خوله نـــــــــــــــــه څو غرڅونو يوړه
داسې يې نکړم چې دسرلـــــــــــــــــــــــبانو ياد وکړم بيا
هغه زړه زور اوحوصله مــــــــــــــــــي دا ظلمونويوړه
نوره دې سخته شوه سا تنه پښــــــــــــــــتنې معشوقې
ستاد سا تلو مرچل کروز اواټومــــــــــــــــــــــونو يوړه
لکه ګلۍ ورباندې توى شول کلســـــــــــــــــــــــټر بمونه
انقلابي نه خپله مينه بمبـــــــــــــــــــارونو يوړه