کور / شعر / غزل

غزل

آرام خو راته ځکه دا خپل زړه نه راکوي
چې یار شي مروره بیا نو خوله نه راکوي
داسې چې ټکرې خورم په سمه لارغورځیږم
ساقي د تور سترګو نور غمزه نه راکوي
ایشتلی په زړګي یم د یار هجر جوړ به نشم
طبیبه ستا د وا چې څه فایده نه راکوي
زړه خوراته وایې هرسهارچې نوریې نه څکم
خو عقل په ماښام راته توبه نه راکوي
اصلي پښتنه مور زیږولی طاهري یې
تندي چې د اغیار درته سجده نه راکوي