کور / شعر / یادونــــــه

یادونــــــه

نن می پرزړه باندی راوری دجانان یادونـــه
لکه دللمی پر غنمود باران یادونــــــــــــــــه

پسله کلو به یی یوځل پاڼی راواړومــــــــــه
دزړه کتاب کښی می لیکلی د هجران یادونه

لاره تری ورکــــــه بی څاروانه مزلونه کوی
زماد ارمان پرد ښت د هیلو دکاروان یادونه

ستوری راغلی په سجده ویوسفـــــــــــی بشرته
هر یوه ځان سره راوړی د کنـعان یادونـــــــــــه

دژوند له باغه می هغه مرغانو کـــــــــــــډه وکړه
دچا په زړه کی چی همیش وه د باغوان یادونـــــــه

آی دخواږه اواز بلا له صدقه دی شمـــــــــــــــــه
بیا را ژوندی کړه د منبراو د اذان یادونـــــــــــــــه

ماته احساس راکړی وطن راته جانان جانان کړی
ها د ملالی د ټپو او د قربان یادونــــــــــــــــــــــه

وخت به راځی (همدرد ) به راشی د ساحل ترغیږی
هره څپه کی به ژوندی کړی دطوفان یادونـــــــــــه