کور / سياسي / پارلمان او نتيجۀ چهار صدو بيست در پارلمان

پارلمان او نتيجۀ چهار صدو بيست در پارلمان

د پارلمانې ټولټاکنو له پيله د پارلمان جنجال ښه په درز کې روان دی زه چې د پارلمان  دغه ستونزو ته وګورم نو ماته  د يو پوه ( نوم يې زما له ياده وتلې ) خبره راياده شي چې هغه به ويل: ديموکراسي ډېرې ښې خواوې لري خو بده خوا يې داده چې د يوې رايې په زياتوالي خر پر پروفيسور بهتري پيدا کوي.
  او عينې ورته خبره د نړې مشهور انګريزي ليکوال ګالبريت کيت چيسترتون ( په ۱۴  امه د جون په ۱۹۳۶زکال کې مړ ) هم کړې دي هغه وايي چې: ديموکراسي يانې د بېسوادو حکومت .
دا دواړه  خبرې ډېرې پخپل ځای دي خو په پرمختللې نړۍ کې دا مهال دا خبرې سمې نه راخيژي ځکه هلته دا مهال کوشش روان دې چې خره راکم کړي. خو زموږ په جنګ ځپلې هېواد کې چې د پرديو د ازمايلو لابراتوار دی د کاڼي کرښې دي او شک کول پرې د ايمان زيان دی.   ځکه موږ دوه ځلې پارلمانې او رياستې ټولټاکنې او د هغې کانديدان وليدل. چې څوک وو او د څه لپاره  ولاړ وو.
ما د لبيا د اولسمشر معمر القذافي کتاب ( شين کتاب ، Green Book) لوسته چې د ديموکراسۍ په رد کې يې ليکلی دی، هغه ليکلي دي: داسې خلک چې نه يې څوک پېژني او نه پرې څوک ايمان او باور لري يو ناڅاپه د يوې خوا راپيدا شي او ټاکنو ته ځان کانديد کړي او د رايو ورکونکو په سلو کې ٪۵۱ رايې خپلې کړي خو په پايله کې د يموکراسۍ په يو درواغجن لباس کې په يوه ديکتاتوري حکومت تماميږي. ځکه چې په سلو کې ٪۴۹ رايه ورکونکي له نا چارۍ نه د هغه حکومتي عواملو د فرمان لاندې راځي چې دوۍ ورته رايه نده ورکړې. ( ۱)
او دې ورته نظر  د امريکا دريم اولسمشر تامسن جيفرسون ( د ۱۸۰۱ نه تر ۱۸۰۹ پورې حکومت ) هم  درلوده هغه ويلي دي چې: ديموکراسې د ظالم او ارزال حکومت  پرته څخه بل څه غټ شي ندې چې ٪۵۱ خلک په ٪۴۹ خلکو واک تر لاسه کړي. او هغوۍ د خپلو حقونو بې برخې کړي. ( ۲)
خو په افغانستان کې ستونزه لدې پورته ده. ځکه په افغانستان کې چې د رايو ورکونکو شمېر د دسيمې له نفوس څخه پرتله کړو نو پرته لدې چې تش يو ديکتاتورې او يا د خلکو غولونه وي نور څه ندې. د بېلګې په ډول د د ننګرهار نفوس نفوس په متوسط ډول د بېلا بېلو سرچېنو له مخې ۱۴۳۶۹۵۰٫۸ تنه دی. (۳،۴،۵،۶،۷) چې په پارلماني ټاکنو کې يوازې ۲۹۱۴۹۹ تنو خپله رايه  (۸) ۱۶۰ کاندېدانو ته ورکړې ده. (۹) که چېرته ټولې رايې په نفوس وويشو نو د ټول نفوس ٪ ۲۰٫۲۸ يانې شل سلنه خلکو رايه ورکړې ده او که د برياليو شو کاندېدانو په اخيستل شوي رايو يې وشمېرو نو ټولو څوارلسو برياليو شو کاندېدانو ۱۰۵۲۴۱ رايې اخيستي دي ( ۱۰) چې د ټول نفوس ٪ ۷٫۳۲ جوړوي. دا پدې مانا ده چې د ننګرهار ٪ ۹۲٫۶۸ خلک باندې زور او جبر دي. خو زه نه غواړم چې د ټولټاکنو په پايلو باندې دا ليکنه راوڅرخوم. خو دا خبره په زغرده کوم چې د دغه پارلمان وکېلانو ته د خلکو استاذي نشو ويلي ځکه چې دوي د ديموکراسۍ د فارمول له مخې ٪ ۵۱ سلنه رايې ندې پوره کړي. راځم د ملا معنوي پارلمان ته چې دا مهال پکې څه انډوخر روان دی. پدې خو هر څوک پوهيږي چې ملامعنوي څه وکړل؟ خو دا هر څه د کرزي د لاسه!!!
دغه د درغليو ډک ديکتاتور پارلمان کرزي پداسې حال کې افتتاح کړ چې پخپل خوله يې وويل چې يو شمېر بهرنيو عناصرو د ولسي جرګې برياليو اعلان شوو نوماندانو ته ويلي چې له ولسمشر پرته دې جرګه پرانيزي. (۱۱) مانادا که کرزي افتتاح کړی نه وی نو بل چا ( پرديو ايرانيانو ) افتتاح کاوه.   هغه د استاذ نجيب منلې په خبره: ولسمشر کرزی يو وار بيا د تسليم تندی پر مځکه کښېښود او د ولسي جرګې پرانيستلو ته حاضر شو. دا مهمه نه ده چې د ولسي جرګې پرانيستل د هېواد په ګټه دي که ځنډول يې؟ مهمه دا ده چې ولسمشر يې وار بيا افغانانو او نړۍ ته وښووله چې تر وروستۍ شېبې يې پر ژمنو او پرېکړو تکيه نه شي کېدای: د فشار له کچې سره تړلې ده چې د هېواد د سياستونو لوری کومې خوا ته اوړي. ( ۱۲)
د افتتاح د پيل راپردېخوا دا دې نزدې يوه مياشت وشوه خو لاتر اوسه د پارلمان د مشر په ټاکلو ندې بريالي شوي. او دا مهال د ننه په افغانستان کې خو لا پرېده د افغانستان بهر هم د افغانستان پارلمان د طنز او ملنډو مالګه ګرځېدلی ده.  زه د اريانا تلويزيون ته ناست وم د پارلمان د مشر په اړه پکې بحث روان وو نو  د ټولو پارلمانچيانو خبرې سره ورته او تکراري وي. د خبرو وار  ښاغلي ميرويس ياسني ته ورسېده هغه د خپلو خبرو پرمهال د قران د يوه ايات پښتو ژباړه وويله چې ظالم هغه څوک دې چې حق ويني او سترګې پرې پټوي او حق نه وايې ( د اساعت د سم او ناسم پورې زما کار نشته ما د هغه خبرې کټ مټ رااخيستې ډي) او بيا يې ټولو وکيلانو ته وويل چې د خدای څخه وويرېږئ او نوره دا ستونزه هواره کړئ.
ما ته د هغه قاضي کيسه راياده شوه چې يو مدعي څخه يې د رشوت غوښتنه کړې وه او هغه بې چاره ورته ويلې چې د خداي څخه ووېرېږه زه ناچاره يم ما سره ظلم مه کوه. نو د قاضي خدمتګار دې مدعي ته ويلې وو چې تا قاضي صيب ته د داسې يو چا نوم واخيسته چې قاضي صيب هغه نه پېژنې. نو ښاغلي ياسني صيب هم وکيلانو ته د داسې شيانو نوم واخيسته چې هغوۍ نه قران پېژنې او نه خداي.  نو که دا داوړه يې پېژندل نو بيا به ولې د پرديو سفارتونو په دروازو کې زنځير په غاړه پراته وو!!!
خو د دغه پارلمان د مشر په ټاکلو کې ترټولو اجيبه خبره داوه چې د اضطراري لويې جرګې چهارصدو بيست (۴۲۰) يا په استلا د مجاهدينو او افغانستانيانو باټيرې او بودنه باز حفيظ منصور هم ځان د پارلمان دمشرۍ لپاره کانديد کړی وو چې ټولې ۱۴ رايې يې اخيستې وي. ( ۱۳) دا هغه څه دې چې ده ته خپل ځان پخپله ايينه کې وښوده ما چې د نوموړې د کانديدۍ خبر واورېده نو ما ته د هنري لويس مينکين خبره ( ۱۹۵۹ مړ ) راياده شوه چې هغه به ويل: ديمکوراسي هم يو عبادت ته ورته ده چې شغالانو ( ګېدړ)  عبادت د شغالانو پواسطه پکې ترسره کيږي.  ( ۱۴)
نو دلته د ۱۴ شغالانو خپله سجده منصور ته ايښې وه. او منصور هم خپل برخليک وکاته. منصور د لمرتلويزيون سره د استاذ يون په وړاندې  په نخست ۱۰۰ روز پروګرام کې ويلی وو چې استاذ رباني  استاذ رباني نيست يک کسې عادي کی تو ميګي اوه و از هرات تا ننګرهار مربوط اوه است و ما هم…. ( ۱۵)
د حفيظ منصور ۱۴ رايې د ټول افغان اولس لپاره يو شين سيګنال دې چې دا جنګسالاران او د پرديو مزدوران پرته له خبرو نور هېڅ هم نلرې او بايد ورسره نيغ په نيغ مقابله وشي نور د شف شف وخت ندی.



اخځونه
ما د خپلې ليکنې د زبات لپاره د لاندې سرچينو کار اخيستی دی.
۱: القذافي معمر شين کتاب لومړې فصل د ديموکراسۍ د مشکل حل ۴ ام مخ، دار الکتب الوطنيه بنغازي ۱۳۷۰
د دعوت خپرونې د مسول ښاغلي طارق بزګر نه مننه چې دا کتاب يې راته ډالۍ کړی دی.
۲: http://pc.blogspot.com/2010/02/democracy-is-nothing-more-than-mob-rule.html
۳:  http://en.wikipedia.org/wiki/Nangarhar_Province د ننګرهار نفوس ۱۳۳۴۰۰۰ تنه ښودل شوی دی.
۴: http://afghanistanelectiondata.org/election/2009/province/6?order=population&sort=asc د ننګرهار نفوس ۱۵۲۰۱۰۰ تنه ښودل شوی دی.
۵: http://www.transparent.com/pashto/the-province-of-nangarhar/ د ننګرهار نفوس ۱۴۸۸۱۴۰ تنه ښودل شوی دی.
۶: http://foodsecurityatlas.org/afg/country/provincial-Profile/Nangarhar د ننګرهار نفوس ۱۳۴۲۵۱۴ تنه ښودل شوی دی.
۷: http://www.facebook.com/group.php?gid=55117932108 د ننګرهار نفوس ۱۵۰۰۰۰۰ تنه ښودل شوی دی.
۸: http://www.iec.org.af/results_10/pdf/nangarhar.pdf
۹: http://www.iec.org.af/pdf/final/english/nangerhar.pdf
۱۰: http://www.iec.org.af/results_10/pdf/nangarhar.pdf
۱۱: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/01/110126_hh-afg-parl.shtml
۱۲: http://rohi.af/fullstory.php?id=9094
۱۳: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/02/110208_hh-wolasijirga-election.shtml
۱۴: http://twitter.com/bendiken/status/29487081273
۱۵: http://www.youtube.com/watch?v=sJ2myEGxnb8